د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې سوداګرو د کاشغر - ګوادر لارې اړولو پر ضد احتجاج


د کوټې سوداګرو خبري غونډه
د کوټې سوداګرو خبري غونډه

د عبدالرحيم کاکړ په خبره که د ګوادر- کاشغر لاره له بلوچستان او خیبرپښتونخوا بدله کړي، نو نه يواځې ددغو صوبو د وګړيو تاوان دی، بلکې د افغانستان او ایران د ګاونډي هیوادونو هم تاوان دی.

د کوټې تجارانو د پنجشنبې پر ورځ د کوټې خبریالانو مرکز کې په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د ګوادر - کاشغر لارې مخ اړولو پر ضد به په بلوچستان کې احتجاج او کاربندیز کوي. د سوداګرو اتحاديې مشر عبدالرحيم کاکړ په خبري غونډه کې زیاته کړه، که تر دې احتجاج وروسته هم یې اسلام اباد غوښتنې ونه منلې، نو خپل احتجاج به نور هم سخت کړي.

رحيم کاکړ تر خبرې غوندې وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، په دې اړه یې له ټولو سیاسي ګوندونو سره په تماس کې دی، چې له ټولو سره په يوه ځای احتجاج وکړي.

«موږ تردې وړاندې هم احتجاج کړی و. او نن مو په دې خبري غونډه کې په دیارلسمې فرورۍ په ټوله صوبه کې د کاربندیز اعلان هم وکړ. له دې سره موږ له ټولو سیاسي ګوندونو سره هم په تماس کې يو. او غواړو چې موږ ټول په دې هکله ګډ احتجاج وکړو»

د عبدالرحيم کاکړ په خبره که د ګوادر- کاشغر لاره له بلوچستان او خیبرپښتونخوا بدله کړي، نو نه يواځې ددغو صوبو د وګړيو تاوان دی، بلکې د افغانستان او ایران د ګاونډي هیوادونو هم تاوان دی. رحيم کاکړ زیاته کړه، چين هم د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په لارو راضي دی، خو د اسلام اباد او پنجاب واکمن يې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو پر ځای دا لاره پنجاب صوبې ته اړوي.

؛ له بلوچستان سره د افغانستان څلور پولې لګېږي. او داسې د ایران پوله هم ورسره ده. د دې لارې له بلوچستانه تېرېدو په حق کې خپله چين هم دی. او د هغوی هم دا خوښه ده، چې دلته تېره شي. نو د دې لارې له بدلولو څخه نه يواځې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د وګړيو تاوان دی، بلکې د ایران او افغانستان هم تاوان دی؛.

که څه هم د پاکستان يوه مرکزي وزیر احسن اقبال د سېشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي ول، چې دا لاره يې له بلوچستان او خیبر پښتونخوا څخه اړولې نه ده، او د ګوادر - کاشغر لویه لاره تر پخواني پلان لاندې تېرېږي. خو د تجارانو يوه بل مشر حضرت علي اڅکزی بیا وايي، احسن اقبال او د پنجاب نور واکمن که په ریښتيا دا خبره کوي، نو په سمدستي توګه دې پرې عمل وکړي.

؛ احسن اقبال که دا خبرې په خبري غونډو کې کوي، نو باید په عملي توګه د دې اعلان وکړي، چې دا لاره بدله نه ده، او هم دلته د دې لارې جوړېدو عملي کار دې پيل کړي؛.

د ویلو وړ ده چې د ګوادر- کاشغر د لويې لارې له بلوچستان او خیبر پښتونخوا څخه د اړولو پر ضد نه يواځې د بلوچستان سیاستوالو بلکې په خیبرپښتونخوا کې هم سیاستوالو په بیا بیا احتجاجونه او خبري غونډې کړې. او د دواړو صوبو وګړي همدا غوښتنه کوي، چې د پنجاب پر ځای دې دا لاره په بلوچستان او خیبرپښتونخوا تېره کړل شي. ځکه چې د دې لارې واټڼ د پنجاب صوبې په پرتله نژدې یو زر کیلومیتره لنډه پرېوځي.

XS
SM
MD
LG