نن سهار دخوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د دخیو په سیمه کې د خوست-ګردیز د لويې لارې په اوږدو کې په یوه ټرافیکي پيښه کې د یوې کورنۍ درې تنه ووژل شول او د څلورو پولیسو په ګډون اته کسان نور ټپیان شول.
د خوست د امنیه قوماندان د دفتر امر فیض محمد مشال راډيو ته وویل، چې یاده مرګ ژوبله د پولیسو د رینجر ګاډي او د سورلي د یو ګاډي د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
د پيښې ټپیان د درملنې له پاره د خوست ولایتي روغتون ته لیږدول شوي او د ټرافیکو د مسولینو له خوا د د پيښې په اړه جدي پلټنې پیل شوي دي.
د خوست د ولایت مقام هم د یوې اعلاميې په ترڅ کې په دې پيښه خواشیني څرګنده کړې او د پيښې د قربانیانو او ټپیانو کورنیو ته يې ډاډګیرنه وړاندې کړې ده.