د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان او افغانستان کې په ګډه ترهګري وهو'


'د ترهګرۍ ضد جنګ نیمګړی نه پرېږدو'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00

'د ترهګرۍ ضد جنګ نیمګړی نه پرېږدو'

نواز شریف وویل، چې د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف په کابل کې دی، او له خپل افغان سیال، ولسمشر اشرف غني، او د اېساف قومندان سره د ترهګرۍ ضد ګډو هڅو په باب خبرې کوي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د خپل ولس غوښتنه وښوده چې د ترهګرۍ ضد جنګ باید خپل وروستي انجام ته ورسي.

د پاکستان سرکاري راډيو پر وبپاڼه خپور شوی نننۍ « نهې ورځ« وايي، چې نواز شریف دا اعلان په پېښور کې پر پرونۍ «سېشنبې» خونړۍ پېښي پسې وکړ.

نوموړي نن « نهې ورځ« په پېښور کې له پارلماني مشرانو سره پر ملي غمیزه غونډې ته دا څرګندونې کولې چې پکې ۱۴۴ تنه، ډېری یې د ښوونځي ماشومان ول، د سېشنبې په ترهګر برید کې شهیدان شول.

د پېښور پر پېښه نوموړي سخت خپګان وښود او دا یې یوه غیرانساني او وحشي کړنه وبلله.

د پېښور ګورنر کور کې غونډې ته نوازشريف وويل، چې د ټولو سياسي ګوندونو په سلامشوره يې له ترهګرو سره مذاکرات هم وکړلاو نتيجې يې د ټولو مخې ته دي، چې حکومت ته د ترهګرو وچکلک دریځ له کبله بې له عملیاتو کولو بله لاره نشوه پاته.

وزیر اعظم نواز شریف وویل، چې ملت د ترهګرۍ ضد جهاد اعلان کړی او دغه مشن باید نیمګړی پرېنښودل شي. د ده په خبره چې په دې لړ کې ضرب عضب پوځي عملیات ډېر په کامیابۍ سره پرمخ درومي او پاکستان په سیمه کې د سولې لپاره خپلې هڅې کوي.

وزیر اعظم وویل، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته وروستي راتګ د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره نوی پېر پیل کړ. دواړه هېوادونه پر دې یوه خوله دي چې په خپلو خاورو کې به ترهګرانو ته پناه نه ورکوي.

نواز شریف وویل، چې د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف په کابل کې دی، او له خپل افغان سیال، ولسمشر اشرف غني، او د اېساف قومندان سره د ترهګرۍ ضد ګډو هڅو په باب خبرې کوي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د پارلماني مشرانو پام دې ته راوګرځاوه چې په ترهګرۍ او جنیات کې د ککړو کسانو مقدمې زغرده فیصله شي. ده وویل چې د ستونزې هواري پرته ترهګري ماتې نشي خوړلی. د ټولو ګوندونو پارلماني مشرانو له وزیر اعظم سره خپل ملاتړ وښود چې د ترهګرۍ پر وړاندې، اغېزمن، کوټلی او پیاوړی چلند وکړي.

په دې کنفرانس کې د تحریک انصاف مشر عمران خان، په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او پیپلز ګوند غړی خورشید شاه، د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان، د جماعت اسلامي امیر سراج الحق، د قامي وطن ګوند افتاب احمد خان شېرپاو، د نېشنل پارټۍ مشر میر حاصل بزنجو، د متحده قامي مومنټ یو مشر رشید ګودېل، د جمعیت علماء اسلام یو مشر عبدالغفور حیدري، د پاکستان مسلم لیګ ق یو مشر مشاهد حسېن سید، وفاقي وزیرانو، د څلور واړو صوبو اعلا وزیرانو، د ازاد جمو کشمیر وزیر اعظم او ګڼو نورو مخورو سیاسي مشرانو ګډون وکړ.

پر دې موقع پارليمانې کانفرس ته وينا کې د تحريک انصاف مشر عمران خان د ترهګري پرضد د کارپوهانو د يوې کميټۍ جوړولو وړانديز ورکړو. د جماعت اسلامی مشر سراج الحق ۲۰۱۵ کال د امن کال لمانځلو تجويز ورکړ.

همداراز د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان وويل چې په دې نازک وخت کې دې ټول سياسي مشران خپل اختلافات هير کړي او پتېره نواز شریف او عمران خان دې په دې کړکېچنو حالاتو کې یوه خوله شي.

د مسلم ليګ ق ګوند يو مشر مشاهد حسين سيد وويل چې د ترهګري مخنيوي لپاره په خلکو کې د يوالي ضرورت دی. د ده په خبره چې سری لنکا له خپلې خاورې ترهګري نابوده کړه ولې پاکستان دا کار ونکړي.

د دې ترڅنګ د پيپلز ګوند شيري رحمان د پوليسو صلاحيت نور پياوړي کولو وړانديز وکړو.

XS
SM
MD
LG