د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منګل باغ زوی ووژل شو ،سیمه کې د خیبر ون عملیات روان دي


منګل باغ د خپلو وسله والو سره
منګل باغ د خپلو وسله والو سره

د خیبر ایجنسۍ حکومتي چارواکي وايي د لشکر اسلام په نوم د وسله والې ډلې د مشر منګل باغ زوی او یو بل کمانډر د خالي په ورځ په باړه کې وژل شوي دي.

د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ ناصر خان د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل د باړې په سپین قبر سیمه کې د منګل باغ زوی اسرافیل او د هغه په بل ملګري کمانډر حنیف باندې په کمین ناستو کسانو ناتاره ډزې وکړې چې په ترڅ کې یې دواړه ځای پرځای ووژل شول.

ناصرخان زیاته کړه چې نن د وسله والو ډلو سره تړاو لرونکیو پنځوسو کسانو ځانونه حکومت ته سپارلي، خو لشکر اسلام ډلې په دې اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.

یاده دې وی چې په باړه او تیرا کې امنیتي ځواکونو د اکتوبر د شپاړسمې نیټې راهیسې د (خیبر ون) په نامه د وسله والو پرضد تازه پوځي عملیات پیل کړي دي،او پوځ ادعا کوی چې په دې تیرو څو ورځو کې یی وسلوالو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او د دوی یو شمیر مرکزونه یی هم له منځه وړي دي.

دپاکستان پوځ نن د هیلي کوپټرو د لارې په خیبر ایجنسۍ کې پيغام پاڼې وغورځولې چې پکې له خلکو غوښتنه شوې چې د وسله والو سره دې له مرستو لاس واخلي او د هغوی پرضد دې په ځانګړو ټیليفوني شمیرو پوځ ته معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG