د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فلوجه او انبار کې ممکنه عراقي هوایي عملیات


د عراق پوځي الوتکو په فلوجه کې پاڼې غورځولي چې پر خلکو ته د ممکنه هوایي حملو له وجې له هغه ښاره د وتلو غږ شوی دی.


د عراق امنیتي عسکر په فلوجه کې له وسله والو سره له تېرو څو میاشتو راهیسې جګړه کوي. د دغه ښار په ځینو برخو او له دې ته جوخت په رمادي سیمه کې د وسله والو کنټرول دی. دغه دواړه ښارونه په انبار صوبه کې دي.

په عین حال کې د عراق یوه وزیر ویلي، وسله والو یو ځل بیا د فلوجه بند(ډیم) ټولې دروازې بندې کړي دي.

په بغداد کې د امریکا سفارت د ګل پر ورځ په یو بیان کې په عراق کې (د عراق او شام اسلامي دولت په نامه جهادي ډلی) ترهګرې کارروایانې او پر فرات سيند د بند (ډېم) تړل وغندل.

په بیان کې راغلي چې بندونه او نورې ودانۍ په نښه کولو سره بې ګناه عراقي ولس ته زیان رسیږي. امریکایي سفارت دا هم ویلي، چې په تېرو څو اوونیو کې د دغه جهادي ډلې له وجې په زرګونه بې ګناه عراقیان د اوبو د کموالي له وجې متاثره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG