د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین پارلیمان د نوي ساتندویه ملي ځواک جوړول تصویب کړل


د او کراین پارلیمان نن (پنجشنبه) د یو نوي امنیتي ساتندویه ځواک د جوړولو لپاره رایې ورکړې. دغه شپیته زریزه اربکی ځواک وروسته له هغې جوړیږي چې زرګونونه روسي ځواکونه د کریمیا ښار ته ننوتلي دي.


عبوري ولسمشر اولیکسیندر تورخینوف له پارلیمانه غوښتي چې د بهرني یرغل نه د ملک د ېغورلو په موخه دې ساتندویه ملي ځواک جوړ کړي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر به د دې ځواک مشري کوي. د اوکراین پارلیمان په هم دې توګه دهغه سند توثیق کړی چې د ملګرو ملتونو نه غوښتنه کوي چې په کریمیا ایالت کې د روسي یرغل په اړه دې بحث وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG