د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې د اسلام اباد حمله وغندي، چودري نثار


امنیتي چارواکي د اسلام اباد تر برید وروسته پلټنې کوي
امنیتي چارواکي د اسلام اباد تر برید وروسته پلټنې کوي

اسلام اباد - د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان یو وار بیا ددې ارادې تکرار کړې چې ترهګرۍ ته به شکست ورکوي او د هیواد امنیت به ټینګوي.


د پاکستان دولتي راډیو وايي، نوموړي د دوشنبې (ګل) پر ورځ، قامي اسمبلۍ ته د اسلام اباد برید په اړه د وینا پر وخت ویلي، د تحریک طالبان پاکستان کمېټۍ ته یې پیغام استولی دی چې د دوی دا خبره چې له دې حملې سره هیڅ تړاو نه لري کافي نه ده.

چودري نثار وویل، کمېټۍ ته یې ویلي دي چې طالبان دې د اسلام اباد برید غندنه وکړي او په دې کې دې ککړ کسان په ډاګه کړي.

د اسلام اباد په اېف اته مرکز کې په کچریو کې د دوشنبې ورځې په دوو ځانمرګو بریدونو او ډزو کې د عدالت یوه قاضي او پینځو وکیلانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۹ ژوبل شوي ول.

چارواکي وايي، تر دې وخته نه ده روښانه چې د وسله والو موخه څه وه؟

د احرار الهند په نوم یوې نوې وسله والې ډلې د دې حملې پړه منلې ده.

تر پېښې وروسته تحریک طالبان پاکستان وویل، له دې حملې سره هیڅ تړاو نه لري.

د یادونې وړ ده چې پاکستانیو طالبانو د سولې خبرو له کبله د یوې میاشتې اوربند اعلان کړی دی.

هلته په اسلام اباد کې د امریکايي سفارت پر وکیلانو شوې حمله غندلې ده.

د امریکايي سفیر رېچرډ اولسن له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي، امریکا د ښکار شویو کسانو له کورنیو سره غمرازي کوي.

بیان زیاتوي، امریکايي حکومت او ولس له پاکستان سره دی او دا چې دوی د ترهګرۍ د دې پېښې د پلټنو لپاره همکارۍ ته تیار دي.
XS
SM
MD
LG