د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوابۍ کې پولیس اهکار ووژل شو


د خېبر پښتونخوا په صوابۍ بازار کې د ناملومه وسله والو په ډزو د پوليس سپيشل برانچ يو اهلکار ووژل شو.


د صوابۍ تهاڼې يوه چارواکي په ټيليفون مشال راډيو ته وويل چې د سپيشل برانچ یو اهلکار امجد د صوابۍ بس اډې سره نزدې د ګډوډ آباد په سيمه کې د معمول په ډيوټي وو چې پرې نامالومه وسله والو ډزې وکړې. او هغه یې ځای پر ځای وواژه.

تر دې مخکې وړمه ورځ هم د صوابۍ بازار کې يو ټريفک پوليس والا د ناملومه کسانو په ډزو ژوبل شوی وو او تېره مياشت کې دصوابۍ بازار او ډي پي او دفتر ته نزدې د ډزو په دوو بېلا بېلو پېښو کې د يو ټريفک اهلکار په ګډون درې پوليس والا وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG