د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: بمي چاودنې دوه سرحدي پولیس ووژل


د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په یوې بمي چاودنې کې دوه سرحدي پولیس وژل شوي او شپږ کسان ټپيان دي.


د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني مشال راډیو ته وویل، چاودیدونکې مواد په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو، چې نن غرمه د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې وچاودیدل.

هغه وویل،، چې په ټپي شوو کسانو کې دوه سرحدي پولیس او 4 ولسي خلک دي.

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ له پاکستان سره په پوله پرته ده او تر دې مخکې هم دغه ډول چاودني او حملې په کې شوي.

څه وخت مخکې افغان ځواکونو یو ځان وژونکې حمله کوونکې هغه وخت وواژه، چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته را اوښته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG