د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام د ترهګرۍ اجازت نه ورکوي


مفتی اعظم په خپله خطبه کی وويل، چې څوک هم د بې ګنا ه انسانانو وينه توېوي اخرنی ځای یې دوزخ دی، او اسلام د هر ډول ترهګرۍ پر ضد دی.

نن د حج مراسمو پر مهال د اختر قربانۍ پر لومړۍ ورځ لکونو مسلمانانو ته چې د عرفات پر غو ڼدۍ د عبادت لپاره راټول شوي ول مفتی اعظم شېخ عبدالعزيز په خپله خطبه کی وويل، چې څوک هم د بې ګنا ه انسانانو وينه توېوي د هغو خلکو چې په ناحقه خلک وژني اخرنی ځای دوزخ دی، او اسلام د هر ډول ترهګرۍ پر ضد دی.


مفتي اعظم زیاته کړه، د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي او مسلمانان بیاد خپل ځانونه سوله ییز وښيي.

هغه وویل:

د نړۍ له ګوټ ګوټه راغلو مسلمانانو زه تاسو ته دا نصیخت کوم ، چی د الله تعالی په يووالي، او حقانيت ايمان رواړي ،او په خپلو ټولو مصيبتونو او تکليفونو کی يوازې له هغه مرسته غواړی، ځکه چې هم هغه ستاسو خالق او مالک دی، او يوازې هغه تاسو ته شر او خير رسولای شي


د سعودی عرب حکومتي چارواکی وايي چی نن د عرفات پر غونډۍ تقريبا ۱۴ لاکه حاجیان راټول ول.


په مکه مکرمه کی په لويه کچه د تعميراتی کارونو له وجې سږ کال سعودي چارواکو د حجیانو شمیره ټیټه وه، پروسږ کال څه باندې ۱۷ لاکه خلک د حج لپاره سعودي عربستان ته ورغلي ول.

له دې علاوه په منځني ختيز کې د نظام تنفس سینډروم د يو وايرس له ويرې هم سږ کال د حجیانو شمیره کمه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG