د لاسرسي ځای


د طالبانو مشر ملا عمر د افغانستان راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې رد کړي او دا يې وخت ضياع بللې او له خلکو څخه يې غوښتې چې رايه استعمال نکړي.


امريکا او ايتلافيان د راتلونکې کال د اپرېل په مياشت کې دغو ټاکنو ته د افغانستان د ثبات لپاره په داسي وخت کې د ډېر زيات ارزښت په سترګه ګوري چې د ناټو په مشرۍ نړيوال ځواکونه د ۲۰۱۴م کال تر پايه وځي.

په رايه اچولو کې د پښتنو برخه اخستلو ته د انتخاباتو د کاميابۍ لپاره مهم کتل کيږي. نن په يوه خپاره شوي بيان کې ملا عمر ويلي چې طالبان قدرت ته د رسېدو هڅه نه کوي بلکې له افغانو سره يوه داسي پوهاوي ته ځان رسول غواړي چې په ترڅ کې يې پر اسلامي اصولونو برابر يو افغان حکومت رامنځ ته شی.

دا بيان په داسي حال کې راغلی چې افغانان د اختر لپاره تياری نيسي چې په پنج شنبه به لمانځل کيږي.
XS
SM
MD
LG