بر دیر کې د ژمي واورې پلورل کېږي
د خیبر پښتونخوا په بر دیر کې د ژمي واورې په اوړوي کې د ګټې وټې یوه لویه قدرتي سرچینه ده. ګڼ خلک له غرونو واورې نژدې ښارګوټو ته راوړي او د یخو شربتونو او بالودو په جوړولو کې یې کاروي. د ټول پاکستان په ګډون په لربره پښتونخوا کې هم بجلي د نه برابر ده چې د اوړوي په دې تودو او ګرمو شپو ورځو کې پر هسکو غرونو پرتې واورې د خلکو لپاره یو لوی نعمت ګرځېدلی. د مشال خبریال غلام غوث یې په اړه ویډيويي راپور جوړ کړی