د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا به په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي



د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له خاص استازي سره په کتنه کې وویل، افغانستان د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خلکو د سولې هیلې د پردیو د سپېرو هدفونو وسیله شي.

ښاغلي کرزي د پنجشنبې په روځ په ارګ کې له جېمز ډابنز سره په کتنه کې سوله د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار وبلله خو ټینګار یې وکړ چې سوله باید په بشپړ ډول د افغانانو تر مشرۍ لاندې او د دوی له لوري وي څو په نتیجه کې یې ملي یووالی ټینګ شي او افغانان له هغه ترور او وحشته وژغورل شي چې پر دوی تپل شوی دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي هم وویل، چې له خپلو ژمنو سره سم له افغانستان سره د سولې په بهیر کې مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG