د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ایجنسۍ کې لاهم پولیو ختمه نه ده


د خیبر ایجنسۍ د صحت محکمې چارواکي وايي چې د باړې په نا آرامه سیمه اکا خیلو کې دوه ماشومان د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ د وایرس نه متاثره شوي دي،په دوی کې د یوولسو میاشتو ماشوم ابوبکر صدیق په حیات آباد میډيکل روغتون کې تر درملنې لاندې دی خو بیا د لسو میاشتو ماشوم فواد احمد په خیبر ټیچنګ روغتون پیښور کې تیره اونۍ سا ورکړې ده.


د یادو روغتونونو ډاکټران وايي چې د دغو ماشومانو ټیسټونه یې په اسلام آباد کې نیشنل انسټی ټیوټ آف هیلت ادارې ته استولي دي او لا تر دې دمه یې نتیجه نه ده راغلې،خو ښکاري داچې دواړه ماشومان د پولیو وایرس نه متاثره شوي دي.

دخیبر ایجنسۍ ماشومان په داسې حال کې د پولیو وایرس نه متاثره شوي دي چې په باړه کې د تیرې اوږدې مودې راهیسې د وسلوالو پرضد پوځي عملیات روان دی او د پولیو ضد کمپاین پکې په سمه توګه نه دی ترسره شوی.

په دې کې د مړ شوي ماشوم فواد احمد پلار چې په خپله هم یو میډیکل ټیکنیشن دۍ مشال ریډیو ته وویل :

(( مونږ به د بد امنۍ له امله خپل ماشومان د ویکسینو د پاره پیښور ته وړل خو یوازې دوه میاشتې ورته دغه ویکسین نه وو ملاو شوي نو ځکه ورته دغه ناروغي ولګیده،او په دې سیمه کې په ډيرۍ ځایونو کې دغه کمپاین نه کیږي نو لا نورو ماشومانو ته د دغې ناروغۍ د لګیدو اندیښنه شته. ))

دا چې د صحت محکمې چارواکي په باړه کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ د مخ نیوي د پاره څه ګامونه پورته کوي؟ په دې اړه د خیبر ایجنسۍ د صحت محکمې مشر آفیسر ډاکټر ثمین وايي :

((د بد امنۍ باوجود په دې سیمه کې ماشومانو ته د ویکسینو ورکولو لپاره مو ګامونه پورته کړي دي او دغه کیسونه د داسې سیمې نه مخې ته راغلي دي چرته چې د امنیت وضعه ښه نه ده،خو بیا هم مونږ دا وار هڅه کوو چې د امنیتی ځواکونو په مرسته د اکاخیلو هر کور ته د پولیو ویکسین ور ورسوو ،او هغو ځایونو ته هم خپل ټیمونه ورولیږو چرته چې د تیرا او باړې نه بې کوره شوي خلک میشته دي.))
یاده دې وي چې تیر کال ۲۰۱۲ کې هم په خیبر ایجنسۍ کې د پولیو یولس کیسونه مخې ته راغلی وو،او که دغه دوه کیسونه تصدیق شي نو په روان کال ۲۰۱۳ کې به په خیبر کې اولني دوه کیسونه وي.

د خیبر ایجنسۍ د باړې سیمې اوسیدونکی وايي چې باید د صحت محکمې چارواکي په دې سیمه کې د پولیو یا د ګوزڼ د ناروغۍ د مخ نیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG