د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان مسلم ليګ (ن) به په مرکز کې حکومت جوړوې


احمد الله
په موجوده انتخاباتو کې پاکستان مسلم ليګ ن برې ترلاسه کولو ورستیو په مرکز کې حکومت جوړولو لپاره د يو شمير آزاد اميدوارانو سره د پاکستان مسلم ليګ فنګشنل سره هم رابطه کړي ده او د مسلم ليګ فنګشنل سيکرټرې جنرل امتياز احمد شيخ مطبوعاتو ته وويلې دي چې ګوند به يې په مرکز کې د پاکستان مسلم ليګ ن سره په حکومت کې شاملیږي.


د پاکستان اليکشن کميشن تر دې دمه د ٢٥٤ د قامې اسمبلۍ د حلقو د نتایجو اعلان کړی دې چې تر مخه يې پاکستان مسلم ليګ ن تر ټولو زياتې ١٢٣ څوکې ګټلې دي.

په قامې اسمبلۍ کې د زنانو لپاره ٦٠ او اقليتونو لپاره ١٠ څوکۍ مختص کړې شوي دې او مسلم ليګ ن ته به د يوې اندازې مطابق ٣٢ پورې څوکۍ ورکړې کيږې او دا شان به د مسلم ليګ ن په قامې اسمبلۍ کې د څوکو شميره ١٥٥ ته ورسې.

د پاکستان د آئين مطابق په مرکز کې حکومت جوړولو لپاره د ١٧٢ څوکو ضرورت وې د اليکشن کميشن د نتایجو مطابق پاکستان مسلم ليګ فنګشنل د قامې اسمبلۍ ٤ څوکۍ ګټلې دي او په ٢٥ څوکو آزاد اميدواران منتخب شوي دي.

د مسلم ليګ فنګشنل او آزاد اميدوارانو د مسلم ليګ ن سره الحاق په صورت کې به ياد شوې ګوند په مرکز کې خپل حکومت جوړکړې.

د پاکستان مسلم ليګ ن جنرل سيکتر اقبال ظفر جهګړا مشال راډیو ته وويل چې پاکستان مسلم ليګ فنګشنل او ځینې آزاد اميدواران ورسره ملګرې شوي دي او اوس په اسانه سره په مرکز کې خپل حکومت جوړولې شي خو مسلم ليګ ن دا کوښښ دې چې هغه ګوندونه چې کوم زموږ د ايجنډې د پروګرام سره اتفاق لرې چې هغوې هم له ځان سره ملګرې کړو.

د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايي چې مسلم ليګ ن مشر ميا نواز شريف دا کوښښ دې چې نور واړه ګوندونه هم د ځان سره ملګرې کړي او د پاکستان تحريک انصاف پشمول پيپلز پارټې او ځینې نور ګوندونه که ورسره په حکومت کې شامليږي نه خو چې ورسره خپلې اړيکې ښې وساتې چې ورته په اسمبلۍ کې زيات سخت وخت ورنه کړې.

ياده دې وي چې په ٢٠٠٨ ټول ټاکنو کې پاکستان پيپلز پارټۍ برې ترلاسه کړې وو او په مرکز کې حکومت جوړولو لپاره يې د عوامې نيشنل ګوند، متحده قامې مومنټ او جميعت علماء اسلام فضل الرحمن ډلې سره په ګډه حکومت جوړ کړې و خو ورسته جميعت علماء اسلام ف ډله له حکومته جدا شوه او پاکستان پيپلز پارټۍ پاکستان مسلم ليګ ق له ځان سره په حکومت کې شامله کړه.
XS
SM
MD
LG