د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ له مېنځه وړلو لپاره به له ملګرو هيوادونو مرسته غواړو




په پاکستان کې د عامو انتخاباتو په لومړيوو غير رسمي نتيجو کې د قامي اسمبلۍ د ۱۲۶ چوکيو تر ګټلو وروسته، مسلم ليګ نواز ګوند د حکومت جوړولو تياريانې شروع کړي دي .

د یاد ګوند مشر نواز شريف پرون رسنيوو ته وويل چې د ترهګرۍ په ضد او د پرامنه پاکستان لپاره به نوې قامې پاليسي جوړوي او په هيواد کې به د ترهګرۍ د له مېنځه وړلو لپاره له ملګرو هيوادونو څخه مرستې غواړي.

تيره ورځ په لاهور کې له غير ملکې مطبوعاتو سره په خبرو کې ميا نواز شريف زیاته کړه چې امريکا به په ډرون حملو درولو قايله کوي ځکه چې دا د هېواد د خودمختارۍ خلاف دي.

نوموړي زياته کړه چې د وزيراعظم د سوګند پورته کولو په دستوره کې به هندي وزيراعظم من موهن سنګه ته هم د ګډون بلنه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG