د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا او ټولټاکنې : باجوړ 43 مه حلقه


فاټا او ټولټاکنې : باجوړ 43 مه حلقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00

فاټا او ټولټاکنې : باجوړ ۴۳ مه حلقه د روان کال پر ۱۱م مې په ټول پاکستان کې ټولټاکنې (عام انتخابات) کېدونکي دي، چې په کې د ګڼ مېشتو پښتنو په قبایلي سیمو لکه خیبر، مومند، باجوړ، اورکزۍ، کورمه، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې هم په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازت ورکړل شوی. په دې لړ کې مشال راډيو د قبايلي سيمو د بيلا بيلو حلقو له اميدوارانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې چې موخه يې د قبايلو ستونځې د هغوی له راتلونکو استازیو سره شريکول دي. د دې لړۍ په نننۍ خپرونه کې مو د باجوړ د قامي اسمبلۍ د ۴۳مې حلقې لپاره ولاړ د فاټا د جماعت اسلامي مشر صاحب زاده هارون رشید، د پاکستان تحریک انصاف امیدوار ګل ظفر، او د پاکستان پیپلز پارټۍ امیدوار سید الرحمن دی رابللي دي. د دغه ګړدي مېز کوربه د مشال همکار داود خټک دی.

XS
SM
MD
LG