د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا:- د باسټن بمي چاودنو پلټنې پېل شوي


د امریکایي تحقیقاتي د فډرالي ادارې کارپوهانو د هغو تصویرونو پلټنه کوي چې په باسټن ښار کې د دوشنبې پر ورځ د ځغاست لوبې پر مهال د بمي چاودنو پروخت د خلکو لخوا ویستل شوي ول .


په باسټن کې د ډله ییزې ځغاستې پرمهال دوو پرله پسې بمي چاودنو درې تنه ووژل او ۱۳۰ یې ټپیان کړل،چې په کې ماشومان هم شامل دي.

چاودنې د باسټن واټونه په وینو ولړل، د قربانیانو د بدن غړي یې والوځول او ځینې یې پرځمکه غوځار کړل.

دا بمونه د لوبې په وروستۍ کرښه کې په داسې حال کې وچاودېدل چې لوبغاړي د امریکا په ډېر نامتو مراتن کې د ځغاستې په حال کې ول او د پېښې په ځای کې هم زرګونه نندارچیان راټول شوي وو.

د چاودنو مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی او پولیس نه هم ی چوک نیول شوی دی.

ولسمشر باراک اوباما ژمنه وکړه چې چارواکي به د چاودنو لاسلرونکې مالوموي او عدالت ته به یې وسپاري.

اوباما چې له پېښې درې ساعته وروسته خبرې کولې دا چاودنه ترهګر( تروریستي) عمل ونه باله خو ویې ویل چې په اړه یې تحقیقات روان دي:

(موږ تراوسه نه پوهېږو چې دا کار چا او ولې کړی او خلک هم له دې مخکې چې حقایق معلوم شي باید په منډه قضاوت ونه کړی خو په یاد ولرئ چې موږ به ځان په حقیقت پوه کړو او معلومه به کړو چې دا کار چا کړی او معلومه به کړو چې ولې یې کړی. مسوول کسان یا ډلې به د عدالت وزن احساس کړي.)

اوباما زیاته کړه چې چارواکي به د اړتیا په صورت کې د هېواد په کچه امنیتي تدابیر زیات کړي.

ده همداراز خپلې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د پېښې له ژوبلو او ځپل شوېو سره د مرستې او د چاودنو په برخه کې له تحقیقاتو سره ضروري همکاري وکړي.

د امریکا د ملکي چلند فډرالي ادارې د چاودنې په ساحه کې پر الوتنو بندېز اعلان کړ او په نیویارک، واشنګټن، لاس انجلس، لندن او نورو ښارونو کې بېړني امنیتي ګامونه اخیستل شوي.

د نړۍ له څو هېوادو څخه څه باندې شل زره کسانو د دوه څلوېښت کیلومترو په واټن په باسټن کې د ځغاستې په پرونۍ ګل پر ورځ لوبه کې چې له ډېرو پخوانیو کلنیو لوبو څخه ده ګډون کړی و.

سږنی ځغاست ورانن هغو شپږویشتو کسانو ته د درناوي په مناسبت جوړ شوی و چې په ډسمبر میاشت کې د کونیتیکت په نیوټاون کې د یوه وسله وال کس په ډزو ووژل شول.
دا مسابقه هرکال د وطنپالنې د ورځې په مناسبت چې د متحدوایالاتو د آزادۍ د جګړې کلیزه او په ماساچوست ایالت کې رسمي رخصتي ده ترسره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG