د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: په مردان کې چاودنې درې کسان وژلي



د خیبر پښتونخوا په مردان کې په چاودنه او بیا په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، نن سهار د مردان کاټلنګ په بازار کې دوه وسله والو د پولیسو پر ګاډي په لاسي بمونو سره حمله وکړه.


په دې پېښه کې یو پولیس افسر خوشدل خان او یو وسله وال ووژل شول او څلور پولیسان ژوبل شول.

تر حملې وروسته یوه وسله وال د تېښتی هڅه وکړه بیا د پولیسو په ډزو ووژل شو.

بلخوا د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې په پروني ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۱۲ ته رسېدلی دی.

د لېډي ریډنګ روغتون ویاند سید جمیل شاه بېګا مشال راډیو ته وویل، په پېښه کې دوه ژوبل شوي کسان بېګا په دې روغتون کې او څلور په سي اېم اېچ روغتون کې مړه شول. تېره ورځ په دې حمله کې شپږ کسان وژل شوي ول.

د روغتون ویاند له وینا سره سم، په سي اېم اېچ کې په مړو کې دوه پوځیان او یو د ملېشې سرتېری شامل دي.

تېره ورځ، د پېښور په صدر کې د ملېشې پر پوستې هغه وخت ځانمرګی برید وشو چې د ملېشې یا ایف سي مشر عبدالمجید مروت په خپله قافله کې تېرېده.
XS
SM
MD
LG