د لاسرسي ځای

تازه خبر

نګران وزيراعظم لوړه وکړه


ميرهزار خان کوسو د پاکستان نوی نګران وزیراعظم
ميرهزار خان کوسو د پاکستان نوی نګران وزیراعظم

رياض موسه خېل مشال رېډيو

اسلام آباد:- د پاکستان له نګران وزيراعظمه مير هزار خان کوسو په ايوان صدر کې ولسمشر آصف علي زرداري لوړه واخیسته. په دې دستوره کې پخواني وزيراعظم راجه پرويز اشرف، پخوانيو وزيرانو او نورو يو شمير خلکو ګډون لرلو.


ميرهزار خان کوسو د اتوار پر ورځ د پاکستان الېکشن کمیشن د نګران وزيراعظم په توګه غوره کړلو.

له غوره کېدو وروسته کوسو له مېډيا سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې د ده ړومبۍ پاملرنه پاکې ساپې ټولټاکنې کول، مختصره کابينه ساتل او د امن و امان لړ کې د صوبايي حکومتونو هر ممکن مرسته کول دي.

د ميرهزار خان کوسو د شخصيت او پاکو ساپو ټولټاکنولړ کې د ده د کردار په اړه له مشال رېډيو سره په خبرو کې د سياسي چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري وویل، ((چې په ظاهره نه ښکاري د نوموړي کوم يو سياسي ګوند سره تعلق وي او دا هم چې د ده د بچو تړون هم د مختلفو سياسي ګوندونو سره دې نو ځکه دی نه نشي کولی د يو خاص ګوند ډله پلوي وکړي. بله داخبره هم ضروري نه ده چې د رڼو ټولټاکنو په لړ کې به د ايوان صدر يا اسټبلشمنټ سره دښمني کول وي بلکې د ټولو آئيني ادارو او سياسي ګوندونو ترمنځه ښه تعلق سره ممکن ده ټولټاکنې رڼې وشي. او په موجوده وخت کې داسې څه لويه وجه نشته چې د ميرهزار خان کوسو بېپلوه پاته کېدو کې خنډ جوړ شي.))

د پروفيسر حسن عسکري په خبره تيرو وختونو کې نګران کابينې او وزيراعظم په ټولټاکنو د اثر غورځولو کوشش کړی دی نو ځکه اوس هم خلک په دغه وجه بدګمانه دي خو د ده په خبره اوس حالات بدل دي .

ټولټاکنو کې د نګران وزيراعظم يا کابينې د کردار په باب چې کله مشال رېډيو د سياسي چارو د يو بل کارپوه ايمل خټک نه تپوس وکړو نو د هغه وينا وه چې د دوی وخت او کردار ډېر محدود وي او په اصل کې پاکستان کې ټولټاکنې کول يا پاکې ساپې او پرامنه کول د نورو ادارو کار وي او سوال دا دی چې آيا هغه ادارې غواړي چې ټولټاکنې وشي که نه په دې اړه څه ويل تر وخت مخکې خبره ده.

د ذکر وړده چې مير هزار خان کوسو د پاکستان په تاريخ کې شپږم نګران وزيراعظم دی.
XS
SM
MD
LG