د مصر یوې محکمې ۲۱ تنه تورن کسان د تېرکال د فوټپال په سیالیو کې، د نښتو په اړه چې له امله یي ۷۴ کسان وژل شوې وو، د اعدام په سزا محکوم کړل.
د محکمې له حکم وروسته د پورت سعید ښار له زندان بهر چې محکومان پکې بندیان دي، نښتې وشوې او د دوو پولیسانو په ګډون، لږ ترلږه ۲۲ کسان پکي ووژل شول. په شخړو کې له دوه سویو زیات کسان ټپیان دي.
د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ په لومړۍ نیټه هغه مهال شخړې پیل شوې وې چې د قاهرې د ال اهلي او د پورت سعید ښار د المصري ټیمونو تر منځ لوبه روانه وه.
د محکمې د اعدام په حکم به د مصر مشر مفتې غور وکړي.
د ۵۲ نورو تورنو کسانو په دوسیو به د مارچ میاشت کې حکم صادر شي.
محکمې پداسي حال کې حکم صادر کړ چې د مصر په بېلا بېلو برخو کې خلک د حسنې مبارک د رژیم د راپرزیدو دوهمه کلیېزه لمانځې او مخالفان د حکومت پر ضد اعتراضونه کوي.
د پورت سعید او سویز د ښارونو په لارو او کوڅو کي پوځي ځواکونه ځاي پرځاي شويدي.