د لاسرسي ځای

په کوټه کې هزاره ګانو په ساړه یخ ټوله شپه په احتجاج تېره کړه


په کوټه کې د روانې میاشتې پر لسمه نېټه پر علمدار سړک یوه ځانمرګي برید او بیا ورپسې یو موټر بم برید ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله چې اکثریت یې هزاره ګان ول. د وژل شویو کسانو خپلوان چې مړي یې هم راخیستي ول، په احتجاج کې راووتل او غوښتنه یې کوله چې تر هغو به خپل مړي خارو ته ونه سپاري چې د کوټې ښار امنیت پوځ ته نه وي سپارل شوی. مرکزي حکومت د دوی غوښتنه ومنله او اوس دوی خپل احتجاج ورساوه.

XS
SM
MD
LG