د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوابۍ برید: د غیرسرکاري ادارې ۷ کارکونکي ووژل شول



نن غرمه د خيبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې په شېر افضل بانډه کلي کې ناڅرګنده وسله والو پر يو ګاډي ډزې کړې چې په ترڅ کې يې د شپږو ښځو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

د لومړيو مالوماتو سره سم د وژل شوو کسانو تعلق د ((اُجالا)) په نوم له يو غېر سرکاري تنظيم سره ښودل کيږي چې د خیر ښېګړې اداره يې چلوله.

د ځايي پوليسو په وينا په پېښه کې يو ماشوم هم ژوبل شوی دی. تر اوسه د دې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې. ځينې راپورونه وايي چې په برید کې یو ډاکټر هم وژل شوی دی. د پولیس چارواکی وايي، سیمه یې کلابنده کړې چې برید ګر ولټوي.

په خیبر پښتونخوا ، بلوچستان او د فاټا په ګډون د پاکستان په ګڼو برخو کې په بیا بیا د سرکاري او غیر سرکاري ادارو پر کارکوونکو خونړي بریدونه کېږي. تېښتول کېږي.

XS
SM
MD
LG