د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د خپلو سفارتکارانو امنیت لا خوندي کوي




د تېر زيارت په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو د وزيري هېلري کلنټن دوو لوړ پوړو مرستيالانو د دغه هيواد د سېنټ په يوه غونډه کې ومنله چې امريکايي چارواکي په بېنغازي کې تر بريد وړاندې په کوټلو ګامونو پورته کولو کې پاتې راغله چې په ترڅ کې يې په ليبيا کې د امريکا سفير کرسټوفر سټېوينز او درې نور سفارتکاران ووژل شول.

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ويليم برنز وويل، دوی د بنغازي له پيښې څخه ډېر سخت او تکليفجن درس اخستی دی، او په هر قيمت به په حالاتو کې ښه والی راولي.

د بهرنيو چارو وزارت د تيري چارشنبې په ورځ اعلان وکړی چې د دوی د امنيت مشر استعفا ورکړه او درو نورو چارواکو هم تر هغه رپورټ وروسته خپلې دندې پرېښودلې چې له مخې يې د بنغازي په پېښه کې د مشرتابه او انتظامي کارونو کمی و او د چارواکو تر منځ د نه همږغۍ له کبله ګډوډي رامنځ ته شوه چې څوک دا واک لري چې وروستۍ پرېکړه وکړي.

د سېنيټ د بهرنيو چارو د کمېټۍ مشر جان کېري د وزارت د امنيتي برخې لپاره د فنډ يا پيسو د زياتولو د غونډې مشري کول. نوموړی د هېلري کلنټن د کار تر پرېښودو وروسته د اوبامه لخوا د دغه وزارت لپاره په لومړي سر کې دی. نوموړي غونډې ته وينا پر مهال وويل چې دوی بايد دا باوري کړي چې کله په بهر کې د امريکا د ملي ګټو خبره راشي نو هره پيسه به په هوښيارۍ مصرفوي.

هېلري کلنټن چې په دغه غونډه کې يې د ناروغۍ له کبله ګډون نه و کړی، وار د مخه لا د وزارت د بهرنيو استازو د امنيت لپاره په ۲۰۱۳م کال کې د ۱.۴ اربه ډالره غوښتنه کړې وه. بلخوا تمه څرګنديږي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت به د راتلونکو لسو کلونو لپاره هر کال د امنيت لپاره د ۲.۳ اربه ډالره غوښتنه وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو يو بل مرستيال وزير تامس نايډز وويل، د بهرنيو چارو وزارت د دفاع له وزارت سره په همکارۍ اراده لري چې ۳۵ نور سمندري ځواکونه يا ۲۲۵ عسکر به د امنيت د لا زيات ټينګ ساتلو لپاره لېږل کيږي چې دا ډول د سفارتونو خپله امنيتي عمله پينځه فيصده کړل شي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له مخې هېلري کلنټن د دغه وزارت د امنيتي برخې يو تر ټولو زيات تجربه کاره چارواکی بِل ميلر د وزارت د دوهم مرستيال په حيث نومولی دی چې دنده به يې په افغانستان، پاکستان، مصر، عراق، اردن، کينيا، ليبيا، موريتانيه، نايجېريا، آذربايجان، انډونيشيا، صوماليه، سوډان، جنوبي سوډان، شام، تيونس او يمن کې د امريکا د سفارتونو د امنيت چارې پر مخ بېول وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG