د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانان دې خپلو فیصلو ته ازاد پرېښودل شي"




شبیر جان مشال راډيو

په پېښور کې د زیارت په ورځ د عوامي نېشنل ګوند لخوا د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله شپاړلسم تلين ونمانځل شو. پر دې موقع د عوامي نېشنل ګوند مشرانو د ډاکټر نجيب د نظريې په اړه ويناوې وکړې او ویې ويل چې هغه يو پرمختللی، تعليم يافته او د نړۍ له نورو هيوادونو سره سيال افغانستان غوښتی. شپاړلس کاله وړاندي وسله والو طالبانو کابل ته له ننوتلو سره سم د هاغه مهال کمیونسټ رژیم وروستی مشر ډاکټر نجیب الله او ورور یی ارګ ته نږدې په یوې څلور لارې کې په دار وځړول.

یو شمېر کسان وایی، چې ډاکټر نجیب الله د سیمي د استخباراتو په اشاره ووژل شو.

ډاکټر نجیب د خپل واک په وروستیو کې د خپل دولت له مخالفانو سره، چې وسلوال مجاهدین وه ملي مصالحه یا ملي پخلاینه اعلان کړه، چې بې نتیجې پاتې شوه.

د ډاکټر نجیب د تلين پر مهل په خپله وینا کې د خیبر پښتنوخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین د ډاکټر نجیب الله قربانیانې او نظریات وستایل. او زیاته کړه چې ډاکټر نجیب الله د ټولو پښتنو لپاره یو پرمختللی ژوند غوښت او د همدې لپاره پر دارځوړند شو. خو د ډاکټر نجیب الله نظریه څوک وژلای نه شي او دوی به یې پرمخ بیايي.



صوبايي وزیر وویل:(( که څه هم اوس ډاکټر نجیب الله په موږ کې په بدني توګه موجود نه دی خو نظریه له موږ سره ترهغه مخکې هم موجود وه او ډاکټر صاحب به یې آبیاري کوله. ډاکټر صاحب هم د دغه سوچ او فکر سرباز وو چې هغه پرې خپل سر وشیندلی او موږ هم دا لوظ او لوړه کوو چې زما قام ته خطره وي، زما وطن ته خطره وي، زما تاریخ ته خطره وي، خپل شهادت او آزادي ته اولییت ورکوو خو خپله خاوره به په هیڅ قیمت چا ته حواله نه کړو. )

میا افتخار حسین پر دې موقع دا هم وویل چې پښتون دښمنه عناصرو په قبایلو، خیبر پښتونخوا او افغانستان کې پښتنو ته ډېر سخت زیان اړولی دی. نوموړي وویل،

( تا ما ته په افغانستان کې پښتون ټوکر ټوکر او درپدره کړو، زما په افغانستان کې هغه مترقي پښتون په هغه شکل کې پاته نه دی. هغوی په پردو وطنونو کې ژوند تېروي. زما لوی افغانستان یې راته لوټې لوټې کړ. زموږ آزاد قبایل چې موږ یې تل په دې نامه یادوو. زموږ آزاد قبایل په خپله خاوره کې غلامان دي. زموږ د وزیرستان قبایل، موږ به ویل که پر موږ سخته راغله، هلته به پناه وړو، خو قبایل نن له موږ سره پناه اخلي. زما د قبایلو یو یو مشر یې راته شهید کړو. زموږ د قبایلو هغه طاقت یې ټوکر ټوکر ټوټې ټوټې کړو. په هر قیمت چې وي په افغانستان کې امن په کار دی. د پاکستان امن له افغانستان سره تړلی دی. په افغانستان کې مداخلت نه دی کول په کار. افغانان دې خپلو فیصلو ته ازاد پرېښودل شي. څوک چې هم له بهره په افغانستان کې ګوتې وهي موږ د هغې مخالفت کوو.))

پر دې مهاله ډېری ویناوالو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د لاسوهنې بندلو غوښتنه وکړه او د افغانستان امن یې له پاکستان او سیمې سره وتړلو.

د عوامي نېشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا د صوبايي مشر افراسیاب خټک مېرمنې ظاهره خټک چې د ډاکټر نجیب الله د نظریې جوخته ملګرې وه، له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل چې د ډاکټر نجیب نظریه او ارمان لر وبر پښتانه او افغان ترقي یافته غوښتل او یو پرمختللی او سوله ییز افغانستان یې غوښت چې نن ددې په خبره ټوله نړۍ همدا غواړي چې په افغانستان کې امن او سوله راسي.

XS
SM
MD
LG