د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان اېټمي توکي نورې نړۍ ته نه خوروي"



د پاکستاني ایټمي ساینسدان ډاکتر عبدالقدير خان په یوه ځايی ټي وي چېنل کې د مرکې خپرېدو وروستو د پاکستان د خارجه دفتر يو ترديدي خبرپاڼه خپره کړېده چې پکې ويل شويدي، ملک یې د اېټم نه خورولو په تړون کلک ولاړ دی او دا خبره په کال دوه زره دريم او څلورم کې تصديق ته رسېدلې ده چې د جوهري توکیو په قاچاق کې د دوی د ملک هیڅ حکومتي وګړی ککړ نه دی.

خبرپاڼه زياتوي چې دا کار د يو تن ذاتي فعل کېدای شي خو د دوی د ملک تګلاره نه ده.

له مشال رېډيو سره جوهري سائنس پوه عبدالقدير خان په دې موضوع له خبرو کولو ډډه وکړه.
يو بل سائنس پوه ډاکټر پروېز هود بهايي د مشال رېډيو د یوې پوښتنې په ځواب کې، آيا دا ممکنه ده چې يو تن په يواځې سر جوهري ټېکنالوجي يا مواد بل يو ملک ته ورکړي نو هغه وویل، داسې کېدای شي.

د ډاکټر عبدلقدير خان په بيان پروېز هود بهائي وویل چې هغه يو سياسي سوچ لري او د خپل مقبوليت په خاطر دا هر څه کوي.

د ده په خبره ډاکټر قدير د منافع له پاره جوهري مواد نورو ملکونو ته ورکړي دي ځکه چې هغه په لومړي سر کې ویلي ول، چې دا هر څه یې په يواځې کړي بيا یې پکې پوځي جرنېلان او اوس یې بې نظير بهټو هم شامله کړه.

د دا قسمه بيانونو سره به د پاکستان په وقار څه اثر پريوځي او ياهم په دې وخت کې د داسې بيانونو څه ضرورت وو، په دې اړه د پاکستان پخواني سفير او د خارجه چارو کارپوهه ډاکټر همايون خان وویل، چې لس کاله پس د دې بيان هېڅ ضرورت نشته او نه به له دې سره د پاکستان په عزت څه فرق پرېوځي ځکه چې په نړيوال کچ د ډاکټر قدير په خبره د چا اعتبار نشته.

د يادونې وړ ده چې د ډاکټر عبدلقدير خان په بيان د ايوان صدر نه هم ترديدي خبرپاڼه جاري شويده.
دا دې هم ياده وي چې څو ورځې وړاندې نوموړي سائنس پوه يو شخصي ټي وي سره په مرکه کې تور لګولی وو چې د جوهري توکیو په قاچاق کې ورسره پخوانۍ وزيراعظمه بې نظير بهټو هم شامله وه.


رياض موسه خېل مشال رېډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG