د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د ایرلېنډ او افغانستان ترمنځ کرکټ لوبه کېږي




په ایرلېنډ کې به نن د کوربه هیواد او د افغانستان کرکټ لوبډلې تر منځ د څلور ورځنۍ لوبو لومړۍ هاغه نن پیلېږي.

د دوی ترمنځ دوه یو ورځنۍ لوبې هم وشوې چې لومړۍ يې د باران له امله ونه شوه او په دویمه کې ایرلېنډ افغانستان ته په ۵۹ منډو ماته ورکړه.

له ایرلېنډه وروسته ټاکل شوې چې راتلونکې میاشت په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان او اسټرالییا د کرکټ ملي ټیمونو تر منځ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره شي. چې موخه یې په نړیواله کچه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لا هڅونه او غوړونه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG