د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اجمل خټک پر مزار چاودنه لس تنه ژوبل


د اجمل خټک مزار چې مشکوکو ترهګرو ورباندې په برید کې زیان رسولی دی.
د اجمل خټک مزار چې مشکوکو ترهګرو ورباندې په برید کې زیان رسولی دی.


دنامتو شاعر، لیکوال وسیاستوال ارواښاد اجمل خټک په مزار کې بمي چاودنو لس تنه ټپيان کړل او د زیارت ودانۍ ته يې سخت زیان واړاوه.

د نوموړي په نوې جوړیدونکې مقبره کې، چې د پيښور ختیځ لور ته د نوښار ضلعې یا ولسوالۍ په اکوړه خټک سیمه کې واقع ده په داسې حال کې چاودنې وشوې، چې تعمیراتي چارې يې دپای مراحلو ته نژدې وې.

ځايي چارواکي وايي، لومړۍ چاودنه د ماښام له بانګو سره سمه او دویمه يې لږ ساعت وروسته هغه مهال وشوه، چې یوشمیر خبريالان، پولیس او ځايي خلک د مقبرې په نړیدلې ودانۍ کې سره راغونډ شوي وو.

چارواکي وايي په لسو ټپيانو کې درې یې د یوه خصوصي تلويزیون خبريالان، څلور يې پولیس او پاتې ولسي خلک دي.

د نوښار ولسوال یا ډي سي او ایاز مندوخیل تر لومړي چاودنې وروسته له سیمې نه دتلیفون پر لیکه مشال راډیو ته وویل، چې په لومړۍ چاودنه کې چاته دسر زیان نه دی اوښتی خو وايي، چې دمقبرې ډیری برخه ویجاړه شوې :

( په مقبره کې تر ماښام وروسته چاودنه وشوه، هلته یو څوکیدار وو خو دغو ناڅرګندو کسانو لومړی څوکیدار تړلی او بیا يې خپل شوم عمل ترسره کړی.

له دې وړاندې مو هیڅ کوم داسې راپور نه درلود او د چا ګومان کیده چې په زیارت کې به چاودنه کيږي او هغه هم د اجمل خټک پشان د یوه شاعر په زیارت کې.

کوم خلک چې دا ډول ناوړه کارونه کوي، نو بیا وايي، چې په دې زیارت کې غیر شرعي کارونه کیدل خو د اجمل خټک په مزار کې خو نه نشه يان اوسیدل او نه بل کوم داسې دشریعت مخالف کار پکې کیده. نه پوهیږم چې دا کار به چا او ولې کړی وي)

د عوامي نیشنل ګوند پخوانی مشر اجمل خټک، چې د انقلابي شاعر لقب هم ورکړل شوی د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ پر ۷مه تر یو کال رنځ وروسته ومړ او دخټکو اکوړې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي زوی ایمل خټک له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل اجمل خټک ټول عمر د حق د غلبې لپاره مبارزه کړې او په خپلو اثارو کې يې پښتنو ته د مینې، پرمختګ او یوالي پيغام ورکړی.

نوموړي مقبرې ته د اوښتي زیان او د دولتي مقاماتو دهغې ادعاپه باب چې ګواکې یو محافظ يې د زیارت پر ساتنه ګومارلی و وویل :

(زه خو لا تر اوسه مقبرې ته نه یم رسیدلی خو د عیني شاهدانو په خبره د مقبرې چت راغورځيدلی، دیوالونو او تر یو حده قبر ته هم زیان اوښتی.
تر کومې چې د ساتونکي خبره ده نو که چیرته هلته داسې څوک وای نو ښکاره خبره ده دغسې یوه پيښه به نه وای رامنځته شوې.)


له دې وړاندې په پښتنونخوا کې د ستر شاعر عبدالرحمن بابا، میا عمر د څوکنو، بهادر بابا او همداشان په سیند او پنجاب صوبو کې هم په ورته توګه د صوفیانو او شاعرانو په زیارتونو کې چاودنې او ان ځانمرګي بریدونه شوي.

تر اوسه چا لا ددې پيښې مسوولیت نه دی منلی، خو په تیرو وختونو کې سخت دریزو وسله والو د داډول حملو پړه پر خپله غاړه اخیستې یا سرکار پرې اچولې.


اجمل خټک ليکوال، ژورنالېست، اديب ، سياستوال او ښه عالم و.

ډیری قلموال دنوموړي تر ټولو ستر صفت داګڼي، چې د برابرۍ او ازادۍ حقوق يې يواځې د پښتون لپاره نه بلکې د ټول انسانيت لپاره غوښتل.


د ګڼو منظومو او نثري ټولګو ليکوال،دعوامي نشېنل ګوند پخوانی مشر او دپاکستان د پارلمان پخوانی غړي اجمل خټک په ۱۵ سپټمبر ۱۹۲۵ م کال یا د1304 کال د قوس پر 24مه دسترخوشال خان خټک په ټبر کې د نوښار ولسوالۍ په اکوړي سيمه کې زېږېدلی او په اوومه (۷) فبرورۍ ۲۰۱۰م کال یا 1388یم کال د دلوې پر 18 مه د۸۵ کالو په عمرله نړۍ وکوچید.

نوموړي ټول عمرپه ملنګۍ او فقيرۍ کې ژوند تېر کړی او خپل اولاد ته يې د درېيو مرلو يا څه کم يوې بسوې کور پرته نور څه نه دي پريښي.
XS
SM
MD
LG