د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لرغونو اثارو مالومیږي خیبر پښتونخوا د امن زانګو وه


انیسه اجمل:مشال راډیو

پراګ:د جاپان او کوریا سره تعلق لرونکي د بدمت پلاوی چی دا وخت د خیبر پوښتونخوا په دوره دی او د تیر ګل او نهی په ورځ يی د صوابۍ ،تخت بايۍ او سوات دوره وکړه او دغلته يی د بده مذهب تاریخي اثار وکتل.

د بدايي مذهب سره تعلق لرونکیو دغه شل کسیزې ډلې ته د ګل په ورځ په پیښور کی د ګندهاره تهذیب په اړه يو بریفنګ هم ورکړی شو.

د دغه پلاوي د دوری د مقصد په اړه مو چی کله د خیبر پوښتونخوا د سیل ګرۍ وزیر سید عاقل شاه نه وپوښتل ڼو وې ویل چی صوبايي حکومت غواړي نړۍ د دې سیمی د زوړ تاریخه تاریخه خبر کړي.

عاقل شاه وايي ((دا وفد د دې لپاره دلته راغلۍ ځکه چی مونږ دلته مذهبي سیاحت شروع کول غواړو،او چی کله دلته د بد مذهب سره تعلق لرونکي راځي نو دوی به مونږ سره د دې لرغونو اثارو د بیا رغونې لپاره مرستې هم کوي ،د پاستان د جوړیدو پنځه شپیتو کاله وشو خو چا هم د دی اثارو د حفاظت لپاره څه کړي نه وو))

عاقل شاه وايی چی کله دغه وفد دا تاریخی اثارکتل نو وې ویل چی د دې اثارو نه داسې لګي چې خیبرپوښتونخوا د امن او مینې یوه زانګو وه او هغوي به ددې صوبې دا خاصیت ټولې نړۍ ته ښکاره کوي.

په سوات کې د بد مت تاریخي اثار
په سوات کې د بد مت تاریخي اثار


د کوریا نه د راغلي پلاوي یو مشر ریټايرډ میجر جنرل لی سوک پک وايي چی د دې لرغوني اثارو د بیا رغونې او خوندي ساتلو مقصد دا دې چی دا د نورو مذهبونو خلکو لپاره د سیاحت یو مرکز جوړ شي ،او کوریا به په دې لړ کې د خیبر پوښتونخوا د حکومت مرسته کوي.

سوک پک وایي (( مونږ دلته راغلي یو چې خپله ارتقا مالومه کړو .په دی ګندهاره کی بدهه زیږدلی وو نو ځکه دا ځايي د بودایي مذهب کور دی ،دا یو شان مذهبي سفر دی او د دی موخه هم دا ده چی دا ځایونه وګورو.زیات تره کوریايي بد مذهب ارمان لري چی د دې ځایونو سفرونه وکړي، خو د بده مرغه په دې اړه ډیر کم مالومات دي او مونږ چې کوم مالومات ترلاسه کړو هغه به کوریايي ولس سره شریکوو))


ښاغلی لی سک پک د نړی تاجرانو ،سرمایه کارو او ماهرانو ته هم د پاکستان او په خاص توګه د خیبر پوښتونخوا د دورې بلنه ورکړه چې وایي ، ((مونږ دا خبره مو هم مالومه کړه چی د مسلمانانو له کوریايي خلکو سره رویه د ملګریتوب ده او په دې خبره ټینګار کوو چی د بد مت مقدس ځايونو د خوندي ساتلو لپاره کوټلي ګامونه پروته کړی شي او مونږ به هم د تاریخي اثارو خوندي ساتلو په ترڅ کی د پاکستان سره مرستو ته دوام ورکوو))

کله مو چی د اثار قدیمه ماهر شوکت شرر نه د دې اثارو د تاریخ په اړه پوښتنه وکړه نو نوموړي ویل په دې کې د هندوازم او اسلام د پیل د وخت اثار هم شته خو د بد مذهب پکې زیات دي ،د بد مت عقیده لرونکي وایي چې د هغوي د ماهیانه سکول د دلته نه شورو شوی وو ،دغه رنګ د ایلم د غر په سر د رام چندر جي تخت دی ،او روایات دا دي چی رام چندر جي هم د دغه ځای نه هند ته تللی وو ،او بیا د جاپان کوریا او تايی لینډ خلکو لپاره دا اثار داسی دی چی څنګه زمونږ لپاره خانه کعبه وي.

په سوات کې بد مت اثار
په سوات کې بد مت اثار


د سک مذهب سره تعلق لرونکی ډاکټر سورن سنګ بیا وایي (( چی پاکستان او په خاص توګه په خیبر پوښتونخوا کی د بده مت ،هندو او سک مذهبونو ډیر اثار موجود دي خو د حکومت د پام نه کولو لوجی ورځ تر ورځه خرابیږي ، زه تاسو ته د بنکاک مثال درکوم، هلته د سیل ګری نه علاوه هیڅ نشته،سیل ګري د بنکاک لپاره اوس تجارت جوړ شوی ،دغه راز په ناریوال بارډر باندې یوه ګوردواره ده او ددې مخامخ د هند یوه ګوردواره ده نو د دې تر مینځ د لسو منټو لاره ده او دغه لاره بنده ده،نو مونږ مخکې هم وزیراعظم ته د دې لارې د پرانستلو ویلي وو خو خلاصه يی نکړه،صرف د دی یوې ګوردوارې ته د هند د سکانو تګ سره حکو مت ته په کروړونو روپۍ ګټه ترلاسه کیدای شي خو نه پوهیږو چې حکومت ولې داسې کوي))

د سورن سنګ په وینا د نړی د زیاتره هیوادونو د معیشت انحصار په سیل ګری دې او که پاکستان دې اړخ ته پوره توجه ورکړه نو ورته به ډیرې مالي ګټې ترلاسه شي.
XS
SM
MD
LG