دکندوز په خان اباد ولسوالۍ کې سیلاونو درې کسان وژلي او یو یي ژوبل کړی دې.
د نهی په ماښام د خان اباد ولسوالي په انداربي کلي کې له بارانونو وروسته راغلیو سیلاونو د یوې کورنۍ درې کسان وژلي او یو یې ټپي کړی دې.
د روانې اونۍ له پیله په کندوز کې د سیلاونو له امله د وژل شویو کسانو شمیره څلورو ته ورسیده او ووه تنه نور سیلاونو په دې ولایت کې ټپیان کړي دي.
اخوا د بغلان مرکز پل خمري ته نږدې هم سیلاونه راغلی دي او پنځه تنه یې ژوبل کړې دي.
په بغلان کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې مشر محمد نصیر کهزاد د مشال ریډیو د افغان څانګی ته وویل چې سیلاب د شمرغ په سیمه کې راغلی دی او د پنځو کسانو د زخمي کیدو نه علاوه یې څه نا څه دیرش کورونه اوړلی دی.
له دغه سیلاب وروسته چې د سې شنبې په ماښام راغلي، لارې يی بندي کړې وې خو د چاراکو په وینا دا لاری بیرته پرانیستل شوي دي.
په بغلان کې څو ورځې مخکې په بیله بیلو ولسوالیو کې سیلاونو دیارلس کسان وژلي وو.