د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیواله اداره وايي په اروپا کې مسلمانانو له کلتوري او مذهبي توپیر سره مخامخ دي



د بخښنې نړیواله اداره ایمنسټي انټرنېشنل وايي په اروپايي هېوادونو کې په باقاعده توګه مسلمانانو ته د کلتوري او مذهبي توپیر یا امتیاز په بنیاد د تعلیم او روزګار موقعې نه ورکول کیږي.

په پرون خپور شوي دې رپوټ کې په فرانس، بیلجیم، سپېن او نیتدر لېنډ کې د مسلمانانو ژوند ته کتنه شوې.

دا رپورټ وايي کوم خلک چې له اسلام سره تړلې کوم لباس لکه سکارپ په سرولو یا نور څه جامه یا نښه استعمالوي هغوي په یاد شوي هېوادونو کې د تعصب او قانوني استثنی له کبله د تعلیم یا نوکرۍ په ترلاسه کولو کې ډېر کم بریالي کیږي.

د دې رپورټ لیکونکې مارکو پیرولیني وايي په زیاتره اروپايي هېوادونو کې دا عام فکر دی چې له مسلمانانو سره نوره څه مسله نشته خو چې د ځان ډېره څرګندونه نه کوي.

ایمنسټي انټر نېشنل له دې هېوادونو د اروپايي یونین د قانون له مخې د امتیاز او توپیر ختمولو غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG