د لاسرسي ځای

تازه خبر

زړې الوتکې او د اجازت نامو ورکولو کړنلار



ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ -
د پاکستان د يوه شخصي هوايي شرکت بوجا ایر، د جهاز د غورځېدو پېښې د هوايي سفر په اړه ډېري پوښتنی پیدا کړې دي.


تحفظ لومړۍ ترجیح

د پاکستان د الوت ملکي ادارې (سول ایوي اېشن اتارټۍ) د قواعدو ارډیننس چې په ۱۹۸۲ ز کال کې عملي شوی وو، د هغې د پینځمې مادې ۲مې برخې تر مخې، په هوايي سفر کې به تحفظ د ادارې لومړۍ ترجیح وي.

په دې کې راغلي، هغو هوايي شرکتونو ته به د پروازونو لایسنس یا اجازت نامه ورکول کېږي چې له نړیوالو معیارونو سره سم وي.


زړې الوتکې

ځینې رپورټونه وايي، د پاکستان زیاتره مساپر وړونکې الوتکې له مودو زړې دي.

د بوجا ایر دې جهاز په اړه هم ویل کېږي چې ۳۰ کاله پخوانی وو.

په پېښور کې د الوتکو یوه پخواني انجینر فاروق شاه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې مساپر وړونکي جهازونه ډېر زاړه دي:

((جهازونه چې کله نوي وي نو د پېښو امکانات په کې کم وي. څومره چې وخت پر تېرېږي، او په دې کې وسپنه [کارول شوې وي] نو لازمي خبره ده چې له استعمال سره کمزورې کېږي. دا حقیقت دی چې دا ۳۰ او ۳۵ کاله پخواني جهازونه دي او په دې کې د پېښو امکانات زیات وي.))


نوې الوتکې هم غورځېږي

خو په اسلام اباد کې د پاکستان د هوايي ځواک یوه پخواني چارواکي سلطان محمود حالي له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وايي: (([له نویو] جهازونو سره هم داسې پېښه رامنځ ته کېدای شي. د جهازونو د پرېوتو ډېر عوامل کېدای شي. لومړی، موسم ډېر خراب وو، توپاني وریځې وې چې ورته سي بي کلاوډ ویل کېږي او په کې دننه برېښنا وي او ږلۍ هم وي. بله وجه د ډاون ډرافټ ده چې جهاز په سیکنډونو کې د ځمکې پر لوري روان شي. د عیني شاهدانو له وینا سره سم، موږ دا ویلی شو چې د بوجا ایر الوتکه د ډاون ډرافټ ښکار شوی وو.))


هوايي شرکتونو ته د لایسنس ورکولو عمل

سلطان محمود حالي د لایسنسونو په ورکولو کې تېروتنې هم په ګوته کوي:

((تر هغو چې د لایسنسونو یا د اجازت نامو ورکولو خبره ده، نو دا خو د الوت ملکي ادارې یا سول ایوي اېشن اتارټۍ له خوا ورکول کېږي. د لایسنسونو په ورکولو کې د تېروتنو احتمال هم کېدای شي. او هغه ځکه چې موږ ټول انسانان یو. کېدای شي چې چا بډې رشوتونه ورکړي وي او یا هم څوک یې پر دې مجبوره کړي وي چې لایسنس واخلي. په دې زه نورې خبرې نو کوم، خو دا امکانات ډېر زیات کېدای شي.))


د کړنلار تر مخې لایسنس ورکول کېږي

بیا مشال راډیو د پاکستان د الوت ملکي ادارې چې د اجازت نامو ورکولو ذمه واره ده، له ویاند پروېز جارج څخه پوښتنه وکړه چې د اجازت نامو په ورکولو کې شفافیت څومره وي؟

دی وايي: ((دا څرګنده خبره ده چې کله هم لایسنس ورکول کېږي نو په دې کې شامل ټول رسمیات تر سره شوي دي. او تر دې وروسته بیا لایسنس ورکول شوی دی. په دې اړه زه نورې خبرې کول نه غواړم چې څه شوي او څه نه [دي شوي]... په دې اړه چې کومه کړنلار ده [هغه] د نړیوال معیار مطابق دی؛ هغه پوره شوې ده، خو اوس دا مهال زه له څه ویلو قاصر یم...))

د پاکستان له بوجا ایر سره دوه مساپر وړونکې یو اي یوینګ ۷۳۷ الوتکې وې چې یوه یې له جنوبي افریقا او بله یې له دوبۍ اخیستې وه.

د غورځېدلې الوتکې په اړه ویل کېږي چې دا هم هغه وه چې له جنوبي افریقا اخیستل شوې وه.
XS
SM
MD
LG