د لاسرسي ځای

تازه خبر

د الوتکې غورځېدو لاملونه - مرکه


دا هغه وداني ده چې د الوتکې ټوټې په کې غورځېدلې دي
دا هغه وداني ده چې د الوتکې ټوټې په کې غورځېدلې دي
ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ -
له پاکستانه راغلي رپورټونه وايي، په هغې الوتکې کې چې د اپرېل پر ۲۰مه له اسلام اباد سره نېږدې غورځېدلې، شا و خوا ۱۳۰ کسان په کې سپاره ول او د ټولو په اړه ویره ده چې وژل شوي.

چارواکي وايي، دا بوینګ ۷۳۷ الوتکه د هیواد له جنوبي ښار کراچۍ څخه اسلام اباد ته روانه وه چې په راولپېنډۍ-اسلام اباد کې د بې نظیر بوټو له نړیوال هوايي ډګر سره وغورځېده.

رپورټونه ښيي، چې الوتکه هوايي ډګر ته په رسېدو وه چې د حسین اباد په نوم له یوه کلي سره نېږدې وغورځېده.

حسین اباد او بې نظیر بوټو هوايي ډګر له یو بل سره نېږدې دي.


تر پېښې وروسته په سیمه کې مرستندویه کارونه پیل شول
تر پېښې وروسته په سیمه کې مرستندویه کارونه پیل شول
الوتکه ولې غورځېدلې؟

د پېښې پر مهال په سیمه کې د زښت باد و باران په اړه رپورټونه هم راغلي.

دا الوتکه چې د بوجا ایر په نوم د یوه هوايي شرکت وه، ویاند یې د غورځېدو د ممکنه لامل په اړه له څه ویلو ډډه کړې.

د دې شرکت ویاند ویلي: ((زه د [الوتکې د غورځېدو] لامل په اړه څه نه شم ویلای. پیلوټ ډېر ښه وو. هغه له ۳۰ کالونو زیاته تجربه لرله.))

رپورټونه وايي، هیلي کاپټرې د خراب موسم له وجې بیرته ستنې شوې دي.


د الوتکو د غورځېدلو لاملونه

الوتکې ولې غورځېږي؟ د دې پوښتنې د ځواب له پاره مې په د الوتکو له پخواني انجینر فاروق سره مرکه وکړه.

انجینر فاروق شاه وايي، د خراب موسم له وجې ښايي الوتکه بجلۍ یا برېښنا وهلی وي.

له نوموړي سره پوره مرکه دلته اورېدای شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG