د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا:نه شو ویلی دکابل بریدونه چیرته پلان شوي وو؟


د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاند مارک ټونر ویلي چې افغانستان کې د ترهګرۍ د وروستیو ترسره شویو پېښو په اړه لا څه نه شي ویلې چې پلان به یې په پاکستان کې جوړ شوی و او که نه ؟


نوموړي زیاته کړه چې د دغه بریدونو په اړه افغان چارواکو پلټنې پیل کړي او په اړه به یې معلومات زر مخې ته راشي.

نوموړي،د حقاني شبکې په اړه خپلو اندیښنو ته په اشارې سره وویل چې یاده ډله د پاکستان ، افغانستان او امریکا ټولو لپاره یو خطر دی، نو ځکه یې پرضدباید په شریکه ګامونه پورته شي.

مارک ټونر، د پاکستان او امریکا په اړیکو کې درامنځ ته شوي کړکیچ په اړه وویل، چې هیله من دی، دا اړیکې به بیرته سمې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG