د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيښور : اېس پي کالام خان ووژل شو


د ایس پي کالام خان پک اپ ګاډۍ چې نن د مار چ پر ۱۵ مه نېټه ځانمرګی برید ورباندې وشو.
د ایس پي کالام خان پک اپ ګاډۍ چې نن د مار چ پر ۱۵ مه نېټه ځانمرګی برید ورباندې وشو.
په پيښور کې د پولیسو پر یوه موټر په شوي ځانمرګي برید کې اېس پي کالام خان وژل شوی او درې تنه ژوبل دي.دا پيښه نن د پنجنشبې پر سهار پيښور ښار ته څیرمه د پولیسو یوې امنیتي چوکۍ ته نژدې وشوه.

پولیس وايي د ښاري امنیت مشر پولیس ایس پي کالام خان په خپل موټر کې روان و، چې د حلقوي سړک یا رنګ روډ په اوږدو کې د پشتخرې په سیمه کې ورباندې ځانمرګی برید وشو.

پشتخره ښار ته نژدې پرته سیمه ده ، چې یوې خواته يې د باړې قبایلي سیمه لګېږی او بل لور ته يې په لنډ واټن کې د پيښور هوايي ډګر او نور پوځي مرکزونه دي.

د پېښور ډي سي او سراج احمد خان د پيښې په ځای کې رسنیو ته وویل، کالام خان په خپل پک اپ موټر کې سپور و، چې یوه ناپيژاندي کس خپل د هغه پر موټر ځانمرګي حمله وکړه.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې د امنيت ټينګ ساتلو په برخه کې د پولیسو لا پرواهي رد کړه او ویې ویل، په دې وروستیو کې يې د پشتخرې په ګډون په یوشمير سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي خو زیاته يې کړه چې د ځانمرګي برید مخیوی یو څه ستونزمن کار دی :

( د سیمې امنيتي وضعیت ته په پام پولیسو خپل فعالیتونه نور هم ګړندي کړي، پخوا مو په ښار کې دننه او د ښار په څنډو کې څلویښت امنيتي او د تالاشۍ چوکۍ درلودې، خو اوس دا شمیره نهه اتیا ته لوړه شوې. د زرګونو پولیسو ترڅنګ نیمه پوځي یا د ایف سي سرتیري هم په ځینې حساسو سیمو کې ځای پرځای کړل شوي او له پولیسو سره په ګډه د امنيت په خوندي ساتلو کې دندې ترسره کوي)

سراج احمد خان وویل په دې پيښه کې د کالام خان دوه تنه ساتونکي هم ټپيان شوي، خو د روغتیايي وضعیت په باب يې څه ونه ویل.

د پيښې عیني شاهدان وايي، چاودنه دومره زوروره وه، چې تر لرې یې غږ واوریدل شو.

د پولیسو یوه بل افسر شفقت ملک رسنیو ته وویل، د پولیسو لومړني تحقیقات ښيي، چې په ځانمرګي برید کې له څلورو تر پنځو کلوګرامه بارود کارول شوي دي.

نوموړي وویل د ځانمرګي په واسکټ کې پر چوونکیو موادو سربیره د بیرنګ چرې هم کارول شوي، چې په خبره يې د زیات زیان لامل ګرځي.

تحریک طالبان پاکستان ددغه برید پړه پر خپله غاړه اخیستېده.

کالام خان د ښاري قوماندانۍ ترڅنګ د پيښور او باړې ترمنځ د امنيتي کمربند مسوول و.

وروسته له هغې چې پوځي او نیمه پوځي ځواکونو په باړه کې د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام سخت دریزې وسله والې ډلې پرضد عملیات پيل کړل په پشتخره او شاوخوا سیمو کې پر پولیسو د بریدونو لړۍ زور واخیست.

تیره اونۍ پيښور ته څيرمه په بډه بیره نومي سیمه کې پر یوې جنازې د ځانمرګي برید په باب د پيښور پولیسو یوه چارواکي له مشال راډیو سره په خبرو کې دا ډول بریدونه په ځینې قبائلي سیمو کې د پوځي عملیاتو غبرګون وښود.

د یادونې وړ ده، چې تر څو میاشتو کرارۍ وروسته په دې نژدو کې په پيښور او شاوخوا سیمو کې یوارې بیا د ځانمرګيو بریدونو او بمي چاودنو لړۍ پيل شوې، چې له امله يې خلک سختې ویرې ترهې سره مخامخ کړي.
XS
SM
MD
LG