د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: بمي چاودنې ۱۱ تنه ژوبل کړي


له افغانستانه رپورټونه وایی په مشرقي ولایت ننګرهار کې له یوې بمي چاؤدنې۱۱ کسان ټپيان کړي دي.

چارواکي وایی دغه بم چې د سړک غاړې ښخ کړل شوې وو، نن سهار په جلال آباد ښار کې و چاؤدیدلو. رپورټونه وایی په ټپي شویو کې څلور پولیس او نور ولسي وګړي دي.

د پيښې پړه تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخیستې. خو دد ډول چاودنو تر شا تل وسله وال طالبان بلل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG