د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار چاودنه : د اې این پي ګڼ غړي ټپیان دوه مړه



د خيبر پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې د واکمن عوامي نیشنل ګوند د هغې غونډې پر ګډونوالو چې پر نورو مشرانو سربیره د دې صوبې اعلی وزیر امیر حیدر خان هوتي هم پکې ګډون درلود چاودنه وشوه.

د خیبر پښتونخوا په صوبايي کابینه کې د عوامي نیشنل ګوند وزیر لیاقت شباب له چاودنې وروسته د پيښې په ځای کې خبريالانو ته وویل، چې د وروستیو معلوماتو له مخې د نوښار دوو روغتونونو ته شل تنه لیږدول شوي.

نوموړي د وژل شویو شمير پينځه او د ټپيانو شمير پينځلس تنه وښود، خو د نوښار ولسوال او د امنيتي چارو مسوول ایاز مندوخیل بیا د مړو او ټپیانو شمېر ۳۰ تنه وښود :

( جلسه پای ته رسیدلې وه، وزیراعلی په خپل هیلی کوپټر کې له سیمې روان شوی و او پاتې خلک ډلې ډلې د جلسې له ځایه، چې کلک امنيتي تدابیر يې نیول شوي وو بهر راوتل. ناڅاپه د جلسې له ځایه په شاوخوا یو کلومترۍ کې د پولیسو امنيتي کمربند ته څیرمه په یوه موټر سایکل کې چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۲۸ ټپیان دي.))


مندوخیل وايي، چې پر څو تنو پولیسو سربیره پاتې ټول د عوامي نیشنل ګوند غړي دي.

ددغه برید پړه تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې ده.

د تیرې پجنشنبې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې دا درېيمه بمي چاودنه ده.

د پنجشنبې په ورځ پيښور ښار ته څيرمه په کوهات بس اډه کې په یوه موټر کې چاودنه وشوه، چې څلويښتو تنوته يې مرګ ژوبله واړوله.

له هغه وروسته د جمعې په ورځ د پيښور ښار په مرکزي برخه چوک یادګار ته نژدې د پولیسو پر یوه تاڼه ځانمرګيو برید کوونکیو حمله وکړه او د یوه افسر په ګډون نهو پولیسو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

نوښار د پيښور ختیځ لورته د پيښور – اسلام اباد ترمځ پرته هغه ولسوالي ده، چې ددې هیواد د پوځ ګڼ شمير مهم مراکز پکې موقعیت لري.

په خیبر پښتونخوا کې تر یو څه نصبي کرارۍ وروسته یوارې بیا د چاودنو لړۍ پيل شوې، چې له امله يې خلک له سختې ویرې سره مخ کړي.
XS
SM
MD
LG