د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۱۲م مې پېښه کې دې جنرال پروېز مشرف حاضر شي


د پاکستان سندهای کورټ د۱۲ مئۍ ۲۰۰۷م کال د کراچي د خونړيو پيښو په اړه د هيواد پخوانی پوځي آمر جنرال مشرف عدالت ته د رابللو حکم ورکړی دی.

په دغه ورځ په کراچۍ کي د سياسي ګوندونو ترمينځ جګړه شوې وه چې په کي شاوخوا پنځوس کسان وژل شوي وو.

مخالفه سياسي ګوندونو تور لګولی وو چې د جنرال مشرف په ملاتړ متحده قامي موومنټ دا کسان وژلي دي خو ايم کيو ايم دا تورونه ردوي.

سنده های کورټ ددې پيښې له خپلې مخې نوټس اخستی وو چې لا تراوسه يې اوريدنې راوني دي.عدالت دا فيصله هم کړې چې جنرال مشرف عدالت ته د رابللو نوټس به د برتانيیا په اخبارونو کي هم چاپوي. پرويز مشرف له تيرو څو کالو راهيسي په برتانيیا کي د جلاوطنۍ ژوند تيروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG