د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې یوې چاودنې ګڼ ټانکرونه وسوځول.


په خیبر دره کې پر لندي کوتل په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته پر مال وړونکو لاریو چاودنه شوې چې ګڼو ته پکې زیان رسېدلی
په خیبر دره کې پر لندي کوتل په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته پر مال وړونکو لاریو چاودنه شوې چې ګڼو ته پکې زیان رسېدلی
مجيب الرحمان انګار،پيښور


په سیمه کې سرکاري چارواکي ویلي چې په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته تیل وړونکې لارۍ د تورخم پولې پر لور روانې وې چې د لواړګي بازار ته څیرمه پرې چاودنه وشوه.

د قبايلي سیمې خيبر اجنسۍ چارواکي وايي په یوه بمي چاودنه کې شپږ ه لارۍ سوځیدلې دي.

دوی زیاتوي دا پېښه تیر ماښام د خیبر اجنسۍ مرکز لواړګي یا لنډي کوتل بازار ته څیرمه د لویې لارې پر سر شوې چې په ترڅ کې یې د ناټو پر اکمالاتي لاریو سربیره د سپرليو یو کرولا ډوله موټر هم سوځیدلی خو چاته پکې مرګ ژوبه نه ده اوښتې.

په لواړګي کې یوه سرکاري چارواکي چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي د تلیفون پر لیکه مشال ریډيو ته وویل چې ناټو ته د تیل وړونکیو ټانکرو یو کاروان له سیمې نه تیریده چې ناڅاپه پرې چاودنه وشوه.
دغه سرچینه وايي که څه هم تر اوسه لا د چاودنې نوعیت نه دی څرګند خو داسې ښکاري چې چاودیدونکي مواد له وړاندې په ټانکر کې ځای پر ځای شوي وو.

ځايي خبريال او د لواړګي د مطبوعاتي مرکز رئیس ولي خان شینواري چې دا پېښه یې له نژدې څارلې د مشال همکار مجیب انګار ته وویل، په تورخم دره د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله د ناټو دغه ټانکرونه په یوځای ولاړ وو چې د ماښام پر اوو بجو او لسو دقیقو په یوه ټانکر کې چاودنه وشوه.
له چاودنې سره سم په ټانکر کې اور ولګید او په څو شیبو کې څيرمه څلور نور ټانکرونه،یو د ناټو کانتینر او د سپرلیو یوه کرولا ډوله موټر هم په اور کې راګیر شول او ټول وسوځیدل٬٬

ولي خان همداشان وویل چې په لواړګي کې د اور وژونکو ګاډو دکمي له وجې تر نیمې شپې پورې له سوځیدلیو ټانکرونو نه د اور لمبې پورته کیدې چې له امله یې د پيښور تورخم ترمنځ د هر ډول موټرو تګ راتګ ځنډیدلی و.

نوموړی وايي که څه هم په تیرو وختونو کې د عبدالله عزارم بریګیډ په نوم د ناڅرګندو وسله والوډله چې ځان د تحریک طالبان پاکستان اړوند بولي ددې ډول بریدونو مسوولیت منلی خو دغې ډلې لا ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په روانه میاشت کې ناټو ته پر تیل وړونکيو ټانکرونو دا دویم برید دی چې کیږي،له دې وړاندې د اګست پر شپږمه نیټه د پيښور په پشتخره نومي سیمه کې د یادو ټانکرونو په یوه ترمینل کې د اورلګیدو له امله شل ټانکرونه وسوځيدل.

د تیر میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د کرمې اجنسۍ په اړوندو کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر یوه پوسته د ناټو د هلیکوپترو تر برید وروسته چې درې تنه دولتي سرتیري پکې ووژل شول په دې هیواد کې د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو ورته بریدونه زیات شول او په بیلابیلو پيښو کې په سلګونو لارۍ سوځول شوي او ګڼ شمير خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

تر ټولو خونړۍ پېښه د روان میلادي کال د مۍ پر شلمه په لواړګي کې رامنځته شوه چې په نتیجه کې یې شپاړس تنو ځايي خلکو چې ډیری یې ماشومان وو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د خيبر دره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه تجارتي لار ده په دې وروستیو کې یوه له نا امنو سیمو ګڼل کیږي او وخت نا وخت دناټو پر امکالاتي کاروانونو ورته بریدونه کیږي.
XS
SM
MD
LG