د لاسرسي ځای

تازه خبر

پشکال راغی، حکومتونه تیار نه دي!!


سوات: د سوات او کالام لکونه خلک تېر کال سېلاو وځپل. سرکونه او پلونه یې وران کړل او فصلونه یې لاهو کړل. ۲۰۱۰ ز کال
سوات: د سوات او کالام لکونه خلک تېر کال سېلاو وځپل. سرکونه او پلونه یې وران کړل او فصلونه یې لاهو کړل. ۲۰۱۰ ز کال
ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو
لیکوال: رضا رومي
سرچینه: دي ایکسپریس ټرېبیون


د پاکستان د انګرېزي ژبې په ورځپاڼې ایکسپریس ټرېبیون کې د رضا رومي یوه لیکنه خپره شوې ده چې په کې نوموړی لیکي: (( داسې به ډېر لږ هېوادونه وي چې د پاکستان په څېر به له ننګونو سره د مقابلې توان نه لري. تېر کال په پاکستان کې سېلاوونو په میلیونونه خلک وځپل او د هغوی د ژوند وسیلې یې له ځانه سره لاهو کړې. دا د پاکستاني ولس حوصله وه چې تر سېلاو وروسته، د بیا ودانۍ څه نا څه کار تر سره شو، او په ډېرو ځایونو کې ولس له حکومتي مرستې بغیر، خپلې ستونزې پخپله هوارې کړې.))

رسنیو د قدرتي ناورین د ځواب یا غبرګون معاملې ته سیاسي بڼه ورکړه او د پوځ بټالینونه یې اتلان وګرځول؛ سره له دې چې، لږ تر لږه پر کاغذ، پوځ د ولس لخوا د ټاکل شوي حکومت ماتحت دی!!

لیکوال لیکي: ((تر دې وروسته څه وشول؟ دا دی بیا د پشکال د بارانونو موسم دی، خو داسې ښکاري چې مرکزي [فيډرالي] او صوبايي حکومتونه د مخکې په شان چمتو نه دي. صوبايي حکومتونو د تېر کال له سېلاوونو هیڅ سبق نه دی زده کړی.))

رضا رومي کاږي: (( بې له تکړه مقامي حکومتونو، د طبیعي آفتونو مقابله نشي کېدای. یو کال تېر شو، خو تر اوسه پورې په دې اړه هډو څه کار نه دی شوی. په صوبو کې چې د آفتونو د انتظام ادارې دي، پرته له خیبر پښتونخوا ټولې د وسایلو له نشتوالي سره مخامخ دي. د خپګان خبره دا ده چې د قدرتي آفتونو د انتظام مرکزي اداره هم له ستونزو سره مخامخ ده، وسیلې یې لږې دي، او چارواکي یې پوره صلاحیتونه نه لري.))

په دي ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه کې لیکوال کښلي دي چې خطرناکه خبره دا دا چې د نهرونو او سیندونو ورانې شوې پشتې یا اډانې، لا نه دي جوړې کړل شوې. او دا هم لا پوره ښکاره نه ده چې د اوبه خور ادارې د نهرونو کمزوري ځایونه بیا جوړ کړي دي او که نه؟

لیکوال لیکي چې بارانونه له مخکې پیل شوي دي او کېدای شي ژر د خیبر پښتونخوا او د هېواد پر شمالي سیمو ګوزار وکړي. سېند صوبه او جنوبي پنجاب هم د تېر په څېر له ګواښ سره مخامخ دي.

رضا رومي لیکي چې اوس وخت راغلی چې حکومت ولس په اعتماد کې واخلي، عملي ګامونه پورته کړي، او ژر تر ژره منصوبه بندي وکړي.

لیکوال له یوې پوښتنې سره خپله لیکنه پای ته رسوي: ((تر کومې پورې به موږ د لنډ مهاله سیاسي ګټو لپاره اوږد مهاله تګلاره معطله کوو؟))
XS
SM
MD
LG