د لاسرسي ځای

سږ کال هم کېدای شي سېلاو راشي


دادو: د سېند صوبې د دادو په سیمه کې د سېلاو له کبله بې کوره شویو ته د پرانیستل شوي کیمپ منظر. یو ماشوم هم د کیمپ مخې ته ولاړ دی. دا انځور د ۲۰۱۰ز کال د اکتوبر د ۱۳ مې نېټې دی

دادو: د سېند صوبې د دادو په سیمه کې د سېلاو له کبله بې کوره شویو ته د پرانیستل شوي کیمپ منظر. یو ماشوم هم د کیمپ مخې ته ولاړ دی. دا انځور د ۲۰۱۰ز کال د اکتوبر د ۱۳ مې نېټې دی

رپورټ: ظفر کریمي، مشال راډیو


کراچۍ
- د پاکستان په سېند صوبه کې د ناورینونو د نظم ادارې ویلي چې سږ کال هم د دې صوبې په نهرونو کې د سېلاو راتګ شونی دی.

د آفتونو د نظم د ادارې چارواکي وايي دا ځل د صوبې ۱۱ ضلعې (ولسوالۍ) د سېلاو له خطر سره مخامخېدای شي.

د دوی په خبره، دې ګواښ ته په کتو، صوبايي ډېزازسټر مینېجمنټ اتارټۍ (د ناورین د نظم صوبايي اداره) وار له مخه پلان جوړ کړی دی. په هره ضلع کې یې د کنټرول دفترونه جوړ کړي دي او له دې علاوه دوی خپل رضا کار هم چمتو کړي دي.

چارواکي وايي رضا کار به د خطر پر مهال، په جوماتونو کې اعلانونه کوي او د دې تر څنګ له نورو لارو به هم ولس ته د سېلاو په اړه مالومات ورکوي. همداراز، ممکنه بې کوره کېدونکو ته د کیمپونو جوړولو لپاره هم ځایونه ځانګړي کړل شوي دي.

د ناورین د نظم صوبايي ادارې په ټوله صوبه کې ۷۵ ځایونه حساس بللي دي.

صوبايي وزیر مظفر علي شجره د شوني سېلاو په اړه وايي: ((خدای مه کړه که داسې څه وشول، نو موږ له اوسه تیارۍ بشپړې کړې دي. که په نهرونو کې له ۶۰۰۰۰۰ (شپږ لکه) کیوسکه زیاتې اوبه راغلې نو موږ به له حساسو سیمو، د خلکو د ایستلو کار پیلوو.))

تېر کال، د سېلاوونو له وجې د سېند صوبې په نهرونو کې، په بېلا بېلو ۳۵۰۰ ځایونو کې چاودونه، درزونه راغلي ول؛ د دې له کبله د سېلاو اوبه د صوبې کلیو او ښارونو ته ننوتې وې. د همدې له امله، په ټوله صوبه کې، ۷۵۰۰۰۰۰ (پینځه اویا لکه) بې کوره شوي ول.

حکومت د نهرونو په غاړو او په بندونو کې د راغلیو چاودونو د بیا رغاونې کار، تر سېلاو سمدستي وروسه پیل کړی وو. دا کار لا تر اوسه پای ته نه دی رسېدلی.
شکار پور: د سېند صوبې په شکار پور کې خلک د سېلاو له اوبو د تېښتې لپاره د اورګاډي پاټلۍ نیولې ده. دا انځور د ۲۰۱۰ز کال د اګسټ د ۲۵ مې دی.

په دې اړه د سېند حکومت د اړونده محکمې چارواکی ادریس راجپوت وايي چې ۷۲ فیصده کار یې بشپړ کړی دی او پاتې ۲۸ فیصده کار به هم تر سره کړي: ((که د اوبه خور اداره له بیړې کار وا نه خلي نو په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به کار پای ته ورسوو، او که داسې و نشوه نو بیا به د کار په بشپړتیا کې یوه میاشت وخت ولګي.))

اخوا په پاکستان کې، د موسمیاتو ادارې ویلي د سېلاو په اړه وړاندوینه نشي کولای چې ایا دا به راځي هم او که نه.

په کراچۍ کې د موسمیاتو د ادارې مشر محمد ریاض وايي د سېلاو په اړه کره وړاندوینه یواځې ۲۴ ساعته مخکې کېدای شي.

تر دې مخکې، د ده په وینا، یواځې اټکل کېدای شي.
XS
SM
MD
LG