د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ ته باید جمهوریت وښودل شي.رپوټ




د یوه نړیوال سازمان اسیا سوسايټي په رپورټ کې په دې بحث شوی دی چې تر ۲۰۲۰ ز کال پورې پاکستان ته له اوسمهاله ستونزو څخه د راوتو لپاره څه کول په کار دي.

په دې رپورټ کې چې د پاکستان او امریکا پوهانو، لیکوالانو او خبریالانو جوړ کړی، ویل شوي چې په پاکستان کې د وګړو برلاسیتوب او د جمهوریت پرمختګ ډېر زیات ضروري دی.


په رپورټ کې ویل شوي د پاکستان لپاره تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې د دې هېواد پر مالي ترجیحاتو او د سټراټیژیکي پرېکړو پر نظام د دې هېواد پوځ برلاسی دی. په رپورټ کې ویل شوي په پاکستان کې د ملکي ادارو د پیاوړي کېدو لپاره اړینه ده چې د جمهوریت پروسس روان اوسي.

هر کله چې ولسي مشران پوځي چارواکي ټاکي نو باید د هغوی د دندې مودې ته پاملرنه وکړي، او په سختۍ باید تر همدې مودې دا چارواکي وساتل شي چې په دې ډول به بیا پوځ لا نور مسلکي او پېشه ور شي.

همداراز د پوځ د لګښتونو نظام باید شفاف اوسي او باید د دې لپاره په پارلېمان کې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر قانون جوړ کړل شي. د رپورټ ترمخې د هېواد دننه دې یو داسې مېکانېزم جوړ کړل شي چې ملکي مشران پر پوځي هغو برلاسي شي، د مثال په توګه په پوځي اکاډمیو کې پر جمهوریت زور راوړل، او د پوځ بجټ شفافول.

په رپورټ کې امریکا او نورو هېوادونو ته هم یو پیغام ورکړل شوی دی او لیکل شوي ((د امریکا او نورو ملګرو ګټې به په هغه وخت کې ښه وساتل شي چې له جمهوري مشرانو او ادارو سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړل شي. ))

د اسیا سوسایټۍ په رپورټ کې ویل شوي د قانون د سرلوړۍ لپاره د عدالت ازادي اړینه ده خو عدالتونه هم باید بې طرفي، وقار او له ټولو سره مساویانه برخورد په نظر کې وساتي. د هېواد لوی عدالت یانې سپریم کورټ ( ستره محکمه) باید په خپل سر اخیستونکي ( سو موټو) امرونه او ګامونه محدوده کړي.
د هغو قاضیانو ( ججانو) لپاره امنیت ته ډېره پاملرنه وشي چې د ترهګرۍ یا د پیغمبر یا قران د سپکاوي د معاملو اورېدنه کوي.

په قبایلي سیمو کې باید د پاکستان حکومت او سپریم کورټ یوه فعاله ملکي عدالتي نظام ته لومړیتوب ورکړي او یو نوی قانون جوړ کړي چې د اېف سي آر ځای ونیسي.

په رپورټ کې ویل شوي په پاکستان کې باید تعلیم ته ځانګړې پاملرنه وشي او د اوستاذانو د ټاکنې او پر دندې د ګومارلو نظام باید ډېر سم او کره کړل شي. په مدرسو کې باید اصلاحات راوستی شي او تعلیمي نصاب یې بدل کړل شي.

د اسیا سوسایټۍ د رپورټ ترمخې په پاکستان کې باید د ټولو په سلا د صحت په نظام کې اصلاحات راوستی شي.

په رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان د انرژۍ له زښت بحران سره مخامخ دی، او د انرژۍ په څانګه کې تر ۲۰۲۰ ز کال پورې باید لږ تر لږه د پینځه اربه امریکايي ډالرو پانګه اچونه وشي.


د هېواد دننه د امنیت د وضعې سمولو لپاره باید د سختدریځۍ د ختمولو پروګرامونه وضع کړل شي، او د قانون پلي کوونکو ادارو او د پوځ له لارې اورپکي توب کم کړل شي. له بلوچستانه د امنیتي ځواکونو له لاسه د سیاسي فعالینو د تښتونو رپورټونه راځي، دا عمل باید ودرېږي.

رپورټ زیاتوي له ګاونډیو سره اړیکي په سم ډول پر مخ بیول په کار دي، په ځانګړي ډول له هېند سره. تر ۲۰۲۰ ز کال پورې باید له هېند سره تجارت ۵ اربه امریکايي ډالرو ته ورسېږي او له هېند سره د ویزو نظام باید اصلاحات وویني چې خلک له یو بل سره په اړیکو کې شي او راشه درشه ولري.
XS
SM
MD
LG