د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې څلور بهرني سرتېري وژل شوي دي


په افغانستان کې د ناټو ایتلافي ځواکونه وايي په دې هېواد کې د بېلا بېلو بریدونو په ترځ کې څلور بهرني سرتېري وژل شوي دي.
ناټو وايي د افغانستان په ختیځ، جنوب او لویدیځ کې درې سرتېري د سرک تر غاړې د بمونو ښکار شوي دي. د ناټو په بیان کې ویل شوي څلورم سرتېری د یاغیانو په یوه برید کې د دې هېواد په ختیځ کې وژل شوی دی. د وژل شویو څلورو بهرنیو سرتېرو قامیت نه دی ښودل شوی. له دې سره د روانې میاشتې پر مهال په افغانستان کې د وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی. د جنورۍ په میاشت کې په دې هېواد کې ۳۱ بهرني سرتېري وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG