د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د هوايي کرښو کارکوونکیو احتجاج پای ته ورسولو


د پاکستان د هوايي کرښو پي آي اې کارکوونکیو تر هغې وروسته خپل احتجاج پای ته رسولی دی چې د دوی له غوښتنې سره سم، د دې ادارې مشر اعجاز هارون له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د څلور ورځیني احتجاج پر مهال د پاکستان دننه او دباندې ټول الوتونه ځنډول شوي ول. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، د دفاع وزیر چودري احمد مختار او د پي آي اې د کارکوونکیو د کمېټۍ د استازو تر منځ په دوه پړاوونو کې خبرې وشوې او بیا بېګا د شپې احتجاج پای ته ورسول شو. حکومت د هوايي کرښو کارکوونکیو ته وویل چې ټولې غوښتنې به یې پوره کېږي او تر دې وروسته بیا له راپورونو سره سم، پروازونه پیل شوي دي.
د پي آي اې کارکوونکیو درې غوښتنې لرلې، یوه دا وه چې د دې دې ادارې هوايي کرښې دې د تورکیې هوايي کرښو ته نه سپارل کېږي، بل د ادارې مشر اعجاز هارون دې لرې کړل شي او ټول لرې کړل شوي کارکوونکي دې بیا برحاله کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG