شيخ رشيد احمد د سېپټېمبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وينا کې وضاحت ورنه کړ چې دا سازش چا او ولې کړی خو زياته يې کړه چې نیو زیلینډ ته يې د هرقسمه امنيت ډاډ ورکړ خو د ده په خبره د نیو زیلینډ وزيراعظمې ورته وويل چې هغې ته خبر ورکړل شوی چې پر کرکت لوبډله به یې له هوټل بهره بريد کېږي.