شاهد خاقان عباسي د اګست پر ۲۱ مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د میثاقِ پاکستان په نوم دې موافقه کې به اوسني حالات او د ولس ستونزې په پام کې نیول کېږي.
شيخ رشيد د اګست پر ۲۲مه پر ټويتر پاڼه ليکلي چې د چين سفیر نون رونګ سره يې په پاکستان کې د چين پر کارونو او د هغوی وګړو ته د ډاډه چاپيريال برابرولو په اړه خبرې وکړي.
وزارت وايي، قریشي به د افغانستان د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره د اګست له ۲۵مې څخه، د سیمې څلور هېوادونو تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران ته سفرونه پيلوي.
شاه محمود قريشي د اګست په ۲۱مه له خپل روسي، ترکي، جرمن، بېلجيیمي، او هالينډي سيالانو او د اسلامي هېوادونو همکاريو سازمان (او ای سي) له عمومي سېکرټري سره په ټېلېفون خبرې کړې دي.
د اهل تشیع یوه سازمان مجلس وحدت مسلمین ویاند علامه مقصود علي ډومکي د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د عاشورې جلوس پر ټاکلې لار روان وو چې "نامعلومه وسله والو" ورباندې د لاسي بم برید وکړ
پاکستان د طالبانو لومړنۍ واکمني چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله پورې یې دوام کړی وو، په رسمیت پېژندلې وه.
د پاکستان وفاقي حکومت غواړي چې د ټول هېواد په سکولونو کې یو ډول نصاب عملي شي. اوسمهال څلور واړه صوبې سرکاري ښوونځیو ته نصاب جوړوي او شخصي تعلیمي ادارې هم مختلف نصاب کاروي.
نور وښیئ