د وبا د څار او پر وړاندې یې د مبارزې ملي ادارې (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا سي اېن او سي) د جولای پر ۲۴مه ویلي چې خلک باید د روانې میاشت تر پای پورې واکسین وکړي او سرټېفېکېټ یا د واکسینو تصدیقنامه ترلاسه کړي.
د چين بهرنيو چارو وزیر وانګ يي او د هغه پاکستاني سيال شاه محمود قریشي د جولای پر ۲۴مه پر دې موضوعاتو په چینګدو کې د ملاقات پر مهال غږېدلي دي.
دا خبره د مخابراتو ادارې د جولای پر ۲۱مه په بیان کې کړې. تر دې مخکې د مخابراتو ادارې د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې هم پر چینايي ایپ ټېک ټاک بندیز لګولی وو خو تر یوې مودې وروسته یې بیا پرانیست.
دا پریکړه د جولای په ۲۳مه د سيند د اعلا وزیر مراد علي شاه په مشرۍ په صوبه کې د کورونا وایروس مخنیوي لپاره کار کوونکي ټاسک فورس په یوه غونډه کې شوې ده.
شاه محمود قرېشي په ویډیويي پېغام کې ویلي چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د پروژو په اړه خبرې به هم د دې سفرپر مهال د ايجنډا برخه وي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ تعلقات پر داسې مهال ترینګلي شوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او او افغان حکومت تور پورې کوي چې پاکستان د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي خو پاکستان دا نه مني.
بیان زیاتوي، د دواړو لوریو چارواکي به په دوه ورځنیو خبرو کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د چین پاکستان اقتصادي لار پر پروژو، پر دفاعي او امنیتي همکاریو او د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې غږېږي.
په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو له يوې ناحکومتي ادارې (عورت فاونډيشن) سره کارکوونکي عاصم ملک د جولای پر ۲۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د ولسمشر لخوا د اييني ترميمي بل لاسليکول يو ښه ګام وباله.
د پېښور،کوټې او اسلام اباد په ګډون د هېواد په ټولو لويو او وړو ښارونو کې د اختر لمونځونه وشول چې تر هغې وروسته خلکو د څارویو قربانۍ وکړې.
د پاکستان دولتي راډيو پر ووبپاڼه په خبر کې راغلي چې شاه محمود قریشي د جولای پر ۲۱مه په ملتان کې خبریالانو ته وویل اسلام اباد به د پلټنو رپورټ له افغان حکومت سره شریک کړي.
ګورايا د خپلې خوښې په جلاوطنۍ کې په نیدرلېنډز کې ژوند کوي. هغه پر مذهبي سختدریځو او پاکستاني پوڅ د تنقيد لپاره مشهوره دی.
د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي خبري غونډې ته وویل چې پاکستان دا ټول ثبوتونه له افغان حکومت او اړونده ادارو سره شریکولو ته تیار دی.
نور وښیئ