دوی وايي، د منځني ختیځ هیوادونه ترې د اسټرازنیکا، بایو اېنټېک او د موډرنا واکسینو کارتونه غواړي خو دوی یې ورته نه شي ورکولی ځکه چې په پاکستان کې د چین جوړ ساینوفام، کنسینو بایو او ساینوویک واکسین خلکو ته ورکول کېږي. پښتانه مساپر وايي، د منځني ختیځ هیوادونه چینايي واکسین نه قبلوي.