میر د مې پر ۲۹مه په اسلام اباد کې پر یوه خبریال د برید پر ضد د مظاهرې پر وخت په وینا کې د پاکستان پر اېسټیبلېشمنټ او استخباراتي ادارو نیوکې وکړې.
حکومتي چارواکي د اپوزیشن مظاهرې سياسي چل ګڼي او دريځ لري چې د درغليو په کېسونو کې له سزا بچ کېدو لپاره یې شور جوړ کړی دی.
اسد عمر د مې پر ۳۰مه پر ټوېټر ليکلي چې په هېواد کې په مجموعي توګه تر اووه میلیونه کسان واکسين شوي دي او د دې ترڅنګ د کووېډ-۱۹ واکسين لپاره د نوم ليکنې شمېر هم په دوامداره توګه لوړېږي.
د پاکستان د خبريالانو فيډرالي اتحاديې مشر شهزاده ذوالفقار وايي دا د قانون پلي کوونکو او امنيتي ادارو کار دی چې نامعلوم کسان معلوم کړي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
چارواکو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې وسله والو د مې پر ۱۹مه په شکارپور کې د دوو وزیرستانیو ټرانسپورټرانو په ګډون ۱۲ کسان وتښتول.
د پاکستان او ازبکستان ترمنځ تجارت د هغه پينځه نکاتي پلان برخه ده چې هدف يې په سيمه کې له مختلفو لارو سوداګري زياتول دي.
په اسلام اباد کې ناڅرګنده وسله وال د خبريال او يوټيوب ولاګر اسد علي طور کور ته ورننوتي او هلته يې په نوموړي تشدد کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دا راپورونه رد کړي چې ګوندې د هغه هېواد پر خاوره به امریکا پوځي اډې جوړې کړي.
نور وښیئ