د پاکستان د خبريالانو فيډرالي اتحاديې مشر شهزاده ذوالفقار وايي دا د قانون پلي کوونکو او امنيتي ادارو کار دی چې نامعلوم کسان معلوم کړي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
چارواکو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې وسله والو د مې پر ۱۹مه په شکارپور کې د دوو وزیرستانیو ټرانسپورټرانو په ګډون ۱۲ کسان وتښتول.
د پاکستان او ازبکستان ترمنځ تجارت د هغه پينځه نکاتي پلان برخه ده چې هدف يې په سيمه کې له مختلفو لارو سوداګري زياتول دي.
په اسلام اباد کې ناڅرګنده وسله وال د خبريال او يوټيوب ولاګر اسد علي طور کور ته ورننوتي او هلته يې په نوموړي تشدد کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دا راپورونه رد کړي چې ګوندې د هغه هېواد پر خاوره به امریکا پوځي اډې جوړې کړي.
د مې په ۲۵مه، د کډوالو نړیوالې ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په یوه خبره پاڼه کې ویلي چې د سږني کال تر پایه پاکستان مېشتو افغان کډوالو ته سمارټ کارډونه جاري کوي.
د سیند های کورټ چیف جسټس په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د ۲۰۲۰ز کال د مارچ پر پینځمه د وزیر د ضمانت فیصله محفوظه کړې وه.
نورالحق قادري ویلي، د سعودي عربو د حج او عمرې د وزارت له وزیر سره یې خبرې کړي او هغه ورته وویل چې تر اوسه یې پرېکړه نه ده کړې.
نور وښیئ